د عوایدو او ګمرکونو معینیت د اړوندو ریاستونو ترمنځ د همغږۍ دوولسمه ناسته وشوه

syllab_admin
Sat, Jun 06 2026 2:31 PM
..........

د غبرګولي ۱۶مه۱۴۰۵هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د دغه معینیت د اړوندو ریاستونو د رئیسانو او مسئولینو په ګډون د همغږۍ دوولسمه ناسته وشوه.
په پیل کې د ګمرکونو او عوایدو معین د هغمږۍ ناستو د پرېکړو په پلي کېدو، د چارو د لا ښه والي په موخه د کارکوونکو ترمنځ د کاري تجربو په شریکولو، د مشرتابه عالي مقام له توصیو سره سم د کارکوونکو د سیرت او صورت په جوړولو او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه مسئولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې. 
ورپسې د تېرې ناستې پر مهال ټاکل شویو پلاوو ته د سپارل شویو مسئولیتونو د اجراآتو راپورونه واورول شول او په اړه یې لازم هدایات هم ورکړل شول. همدا شان پرېکړه وشوه، چې د مراجعینو ستونزو ته د رسېدو په موخه د ګمرکونو او عوایدو معینیت د اړوندو ټولو مرکزي او ولایتي ریاستونو د مسئولینو رسمي شمېرې او ایمېل ادرسونه دي د ټولنیزو رسنیو له لاري  نشر شي؛ څو هیوادوال وکولی شي خپلې ستونزې په مستقیم ډول له اړوندو مسئولینو سره شریکې کړي.
د یادونې وړ ده، چې د ګمرکونو او عوایدو معینیت د همغږۍ دغه ډول ناستې هره میاشت د اړوندو ریاستونو ترمنځ د کاري اړیکو د پراخولو او د موجوده ستونزو د حل په موخه ترسره کېږي.

 

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS