د مؤسسو له اتحادیې سره د همغږۍ ناسته وشوه

ezat_admin
Thu, Sep 03 2026 10:45 AM
------

د وږې۱۲مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفرمحمد سحر په مشرۍ، د عوایدو تخنیکي مرستیال او اړوندو آمرینو په ګډون د مؤسسو د اتحادیې له استازو سره د همکارۍ او همغږۍ ناسته وشوه.
په پیل کې د عوایدو لوی رئیس وویل، چې اسلامي امارت د مالیه ‌ورکوونکو د ستونزو د حل او د مالیاتي چارو د اسانتیا په موخه لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي دي او د ټولو مالیه ‌ورکوونکو ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې لازمې همکارۍ ته چمتو دی. نوموړي ټینګار وکړ، چې مؤسسې باید د مالیاتي چارو د ښه تنظیم په موخه وړ او مسلکي کسان معرفي او اړین اسناد پر وخت او له واقعیت سره سم مالیاتي ادارې ته وړاندې کړي؛ ترڅو یې مالیاتي چارې له ځنډ او خنډ سره مخ نه شي.
د مؤسسو او نا دولتي مؤسسو د مالي نظامونو، حقیقي عوایدو او لګښتونو، د پروژو او قراردادونو، له نورو ادارو او بنسټونو سره د کارکوونکو د صحي بیموي قراردادونو، د کرایې جایدادونو اړوند قراردادونو او د مالیاتي ثبت او پروسیس په اړه یې بحث او د نظرونو تبادله وشوه. همدارنګه مالیاتي ادارې ته د غیر انتفاعي مؤسسو له لوري د غوښتل شویو معلوماتو او اسنادو د پر وخت وړاندې کولو، د مالیاتي تصفیې په بهیر کې د ځنډ د مخنیوي، د مالیاتي معافیتونو د ترلاسه کولو او د اړوندو مالیاتي مکلفیتونو د ترسره کولو پر څرنګوالي هم بحث وشو.
په پای کې د ناستې ګډونوالو د یادو موضوعاتو په اړه خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل، د هغوی پوښتنو ته د اړوندو مسئولینو له لوري وضاحتونه وړاندې شول او د عوایدو لوی رئیس له لوري د مؤسسو د ستونزو د حل او د مالیاتي چارو په برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS