د مالیې وزارت سرپرست د تاجیکستان جمهوریت د مالیې او ترانسپورټ له وزیراتو سره په بېلابیلو کتنو کې د دواړو هیوادو تر منځ د اقتصادي او سوداګرۍ اړیکو د لا پیاوړي کولو او پراختیا باندې ټینګار وکړ

Anonymous (not verified)
Thu, Jul 04 2019 5:39 PM
وزرا

د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، نن د چنګاښ میاشتې په ۱۳مه نېټه د افغانستان او تاجیکستان تر منځ د اقتصادي او سوداګرۍ بین الحکومتي ګډ کمېسیون د اوومې ناستې په څنډه کې د تاجیکستان هیواد د مالیې وزیر ښاغلي قهار زاده فیض الدین ستار او د یاد هیواد د ترانسپورټ وزیر ښاغلي خدایار زاده خدایار ذوقی بیک سره جلا جلا ناستې وکړې.

وزرا

په دې ناستو کې چې د دواړو هیوادونو لوړ پوړو پلاوو هم ګډون درلود، د مالیې وزارت سرپرست د دواړو هیوادونو تر منځ د اوومې اقتصادي او سوادګرۍ بین الحکومتي ناستې له کوربه توب څخه مننه وکړه او له دوی سره یې د دواړو هیوادو تر منځ د اقتصادي او سوداګرۍ اړیکو د لا پیاوړي کولو او پراختیا، د اقتصادي ودې لپاره په ترانسپورټي اړیکو، سیمه اییزې نښلونې، د دواړو هیوادونو تر منځ د سوداګرۍ او ترانزیټ د ودې په موخه د ریل پټلۍ له لارې له تاجیکستان سره د افغانستان په نښلونې، په خپل وخت سره د هوکړه لیکونو د مواردو د پلي کولو په موخه په سمه توګه د پروتوکولونو په زمان بندي، افغان موټر چلونکو لپاره د ویزو په اجراء کولو، د دواړو هیوادونو د موسمي تولیداتو لپاره په ګمرکي تعرفو، د سېمه اییزو دهلیزونو په جوړیدو، جنوبي اسیا ته د افغانستان له لارې د تاجیکستان د برېښنا انرژۍ په ترانزیټ، په تاجیکستان کې په ترانسپورټي فیسونو او یو شمېر نورو مسایلو هر اړخیز بحث وکړاو په اړه یې لازمې پریکړې وشوې.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS