مالیې وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د اسیایي پرمختیا بانک له رئیس سره د مخې ښې لیدنه وکړه

Anonymous (not verified)
Tue, Aug 06 2019 1:17 PM
خبر

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د زمري میاشتې په ۱۳ مه نېټه د افغانستان لپاره د اسیایي پرمختیا بانک له رئیس ښاغلي ساموئل تامیوا، سره د مخې ښې لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې، د مالیې وزارت سرپرست له یاد بانک څخه چې خپلې مرستې یې د افغانستان له لومړیتوبونو او د ځان بسیاینې له ستراتېژۍ سره سم همغږي کړي دي، مننه وکړه. نوموړي زیاته کړه، چې له ۲۰۰۱ لومړي کال راپدېخوا د اسیایي پرمختیا بانک هغه زېربنایي پروژې چې د افغانستان اقتصادي ودې لپلره ګټورې دي تمویل کړي دي، او یاد بانک د افغانستان خلکو ته یو باوري بانک دی.

د افغانستان لپاره د اسیایي پرمختیا بانک رئیس ښاغلي ساموئل تامیوا، وویل، چې د دې بانک له ژمنو یو هم د پروژو تمویل دی، څو د افغانستان د خلکو په ژوند کې مثبت بدلون راولي. نوموړي زیاته کړه، چې موږ هڅه کړې ده، څو هغه بنسټیزې پروژې چې د افغانستان اقتصادي ودې ته ګټورې تمامېږي، تمویل او ملاتړ یې وکړو. 

خبر

په پای کې په یوې ماښامنۍ ناسته کې ، د مالیې وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د اسیایې پراختیا بانک له رئیس څخه چې دلته یې کاري موده پای ته رسیدلې له کړنو څخه مننه وکړه.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS