د دوامداره زیربناوو د حفظ او مراقبت (ساتنې او پالنې) لپاره د افغان-المان د لارې نقشه

admin_mof
Thu, Aug 29 2019 9:34 AM
خبر

 د مالیې وزارت، د افغان-المان همکارۍ او د آلمان سفارت او په کابل کې د نورو افغان وزارتونو د استازو لخوا نن د وږې د میاشتې په ۶ مه نېټه د زیربنایی پراختیا په برخه کې د حفظ او مراقبت پراهمیت ټینګار او خبرې  وشوې. په دې ورکشاپ کې د زیربناوو د حفظ او مراقبت د تدابیرو په اړه د افغانستان حکومت او المان حکومت ترمینځ د هوکړه لیک مهم مسایل تر بحث لاندې ونیول شول او د حفظ او مراقبت د اړوندو راتلونکو اقداماتو لپاره یوه د لارې نقشه طرحه شوه. ټینګار وشو چې دواړه خواوې پرمختګ ته ژمنې دي، په دې شرط چې شرایط پوره شي.

د دې کال په اپریل کې د ۲۰۱۹کال لپاره د انرژۍ د سکټور لپاره د ۴۰ میلیونو ژمنه شویو یورو، په تړاو خبرې وشوې، چې د حفظ او مراقبت د پرمختګ شرط پکې وي

خبر

د مالیې  وزارت د پالیسۍ معینې اغلې ناهید سرابی وویل: دا مهمه ده چې د O&M تخصیصونه د حکومت پرمختیایی لومړیتوبونو سره همغږي وي.’ هغې زیاته کړه، "O&M د هرې زیربنایی پروژې مهمه برخه ده او باید ورته ځانګړې پاملرنه وشي."

د حفظ او مراقبت (O&M) ستراتیژیو رامینځته کول او د اړوندو ملګرو سازمانونو سره د حفظ او مراقبت د تړونونو ترسره کول به د روانو پانګونو لپاره لازمي عنصر او د پلان شوې او نوې پانګونې لپاره لومړنی شرط وي. په مراسمو کې افغانستان او جرمني دواړو د حفظ او مراقبت د اغیزمنو اقداماتو پراهمیت ټینګار وکړ او د پرمختګ لپاره یې خپل مسئولیتونه په ګوته کړل.

دې ورکشاپ کې د بودیجې د مسایلو ترڅنګ په هغو مهمو مسئلو خبرې وشوې، چې تر دې دمه یې د اغیزمن حفظ او مراقبت مخه نیولې وه. ځکه چې د زیربنا د حفظ او مراقبت تمویل یوه روانه ننګونه ده. کله چې د حفظ او مراقبت تړون رامنځته کیږي، نو د دې اقداماتو لپاره تخصیص شوې بودیجه اکثرا د حفظ او مراقبت د لګښتونود پوره کولو لپاره کافي نه وي، یا د اداري یا سیاسي توپیرونو له امله بیرته ساتل کیږي.

خبر

له دې سره ورته د بحث یوه اړینه مسؤله داوه چې د زیربناوو د حفظ او مراقبت داهدافو لپاره کارکوونکي اکثرا کم وي یا د حفظ او مراقبت د اړینواقداماتو د ترسره کولو وړتیا نلري. د افغان-المان همکارۍ تر دې دمه د کارکوونکو د حفظ او مراقبت د مهارتونو په ښه کولو کې مرسته کړې، او دې کارته به د اداري ظرفیت جوړونې او مسلکي روزنې د کورسونو له لارې دوام ورکړي.

د آلمان سرپرست سفیر ښاغلي کریسټوف پیلیکیس ټینګار وکړ، چې په عملیاتو او ساتنه کې له ننګونو سره د مبارزې وخت اوس دی !په افغانستان کې راتلونکي نسلونه د نننۍ زېربناوو يوې پایداره پراختیا ته اړتیا لري.

په افغانستان کې د حفظ او مراقبت تګلاره یا پالیسي په ۲۰۱۸ کال کې د کابینې له خواتصویب شوه. د المان لخوا د دې پالیسۍ ستاینه وشوه، کوم چې د حفظ او مراقبت په برخه کې د پرمختګونو ترلاسه کولو لپاره یو مهم ګام او قوي اساس دی. دا تګلاره له بودیجوي سرچینو سره یوځای د حفظ او مراقبت د فعالیتونو د ریښتینې پلان جوړولو لپاره یوچوکاټ چمتو کوي.

د حفظ او مراقبت لپاره د پانګونې خوندي کول او د زیربناوو د ساتنې اقدامات، د اوبو، انرژۍ، سړکونو، د ښوونځيو ودانیو، د اوبولګولو کانالونو او له سیلاب څخه د ساتنې په ګډون د دوامداره ټولنیز او اقتصادي پرمختګ لپاره مهم دی. د یوې داخلي څیړنې په اساس، د فعالو او پلان شوو زیربناوو د اقداماتو له پنځمې برخې څخه لږ یې د کافي حفظ او مراقبت تړون لري. په همدې دلیل، د افغان-المان همکارۍ د حفظ او مراقبت سیستمونو ملاتړ کړی او د زیربنایی تاسیساتو دوامداره فعالیت یې د راتلونکو کلونولپاره لومړیتوب ګرځولی دی.

خبر

د افغان-المان د همکاری موخه د افغان وګړود ژوند د شرایطو او راتلونکو امکاناتو ښه کیدل دي ترڅو د یو داسې ژوند څخه برخمن شي چې د فقر، بېځایه کیدنې، تاوتریخوالي یا افراطیت تر سیوري لاندې نه وي. د آلمان حکومت به تر هغه وخته پورې چې تمه کیدونکې غوښتنې پوره شي د افغانستان د زیربنایي اقداماتو ملاتړ ته دوام ورکوي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS