د دوامداره زیربناوو د حفظ او مراقبت (ساتنې او پالنې) لپاره د افغان-المان د لارې نقشه
د مالیې وزارت، د افغان-المان همکارۍ او د آلمان سفارت او په کابل کې د نورو افغان وزارتونو د استازو لخوا نن د وږې د میاشتې په ۶ مه نېټه د زیربنایی پراختیا په برخه کې د حفظ او مراقبت پراهمیت ټینګار او خبرې وشوې. په دې ورکشاپ کې د زیربناوو د حفظ او مراقبت د تدابیرو په اړه د افغانستان حکومت او المان حکومت ترمینځ د هوکړه لیک مهم مسایل تر بحث لاندې ونیول شول او د حفظ او مراقبت د اړوندو راتلونکو اقداماتو لپاره یوه د لارې نقشه طرحه شوه. ټینګار وشو چې دواړه خواوې پرمختګ ته ژمنې دي، په دې شرط چې شرایط پوره شي.
د دې کال په اپریل کې د ۲۰۱۹کال لپاره د انرژۍ د سکټور لپاره د ۴۰ میلیونو ژمنه شویو یورو، په تړاو خبرې وشوې، چې د حفظ او مراقبت د پرمختګ شرط پکې وي
د مالیې وزارت د پالیسۍ معینې اغلې ناهید سرابی وویل: دا مهمه ده چې د O&M تخصیصونه د حکومت پرمختیایی لومړیتوبونو سره همغږي وي.’ هغې زیاته کړه، "O&M د هرې زیربنایی پروژې مهمه برخه ده او باید ورته ځانګړې پاملرنه وشي."
د حفظ او مراقبت (O&M) ستراتیژیو رامینځته کول او د اړوندو ملګرو سازمانونو سره د حفظ او مراقبت د تړونونو ترسره کول به د روانو پانګونو لپاره لازمي عنصر او د پلان شوې او نوې پانګونې لپاره لومړنی شرط وي. په مراسمو کې افغانستان او جرمني دواړو د حفظ او مراقبت د اغیزمنو اقداماتو پراهمیت ټینګار وکړ او د پرمختګ لپاره یې خپل مسئولیتونه په ګوته کړل.
دې ورکشاپ کې د بودیجې د مسایلو ترڅنګ په هغو مهمو مسئلو خبرې وشوې، چې تر دې دمه یې د اغیزمن حفظ او مراقبت مخه نیولې وه. ځکه چې د زیربنا د حفظ او مراقبت تمویل یوه روانه ننګونه ده. کله چې د حفظ او مراقبت تړون رامنځته کیږي، نو د دې اقداماتو لپاره تخصیص شوې بودیجه اکثرا د حفظ او مراقبت د لګښتونود پوره کولو لپاره کافي نه وي، یا د اداري یا سیاسي توپیرونو له امله بیرته ساتل کیږي.
له دې سره ورته د بحث یوه اړینه مسؤله داوه چې د زیربناوو د حفظ او مراقبت داهدافو لپاره کارکوونکي اکثرا کم وي یا د حفظ او مراقبت د اړینواقداماتو د ترسره کولو وړتیا نلري. د افغان-المان همکارۍ تر دې دمه د کارکوونکو د حفظ او مراقبت د مهارتونو په ښه کولو کې مرسته کړې، او دې کارته به د اداري ظرفیت جوړونې او مسلکي روزنې د کورسونو له لارې دوام ورکړي.
د آلمان سرپرست سفیر ښاغلي کریسټوف پیلیکیس ټینګار وکړ، چې په عملیاتو او ساتنه کې له ننګونو سره د مبارزې وخت اوس دی !په افغانستان کې راتلونکي نسلونه د نننۍ زېربناوو يوې پایداره پراختیا ته اړتیا لري.
په افغانستان کې د حفظ او مراقبت تګلاره یا پالیسي په ۲۰۱۸ کال کې د کابینې له خواتصویب شوه. د المان لخوا د دې پالیسۍ ستاینه وشوه، کوم چې د حفظ او مراقبت په برخه کې د پرمختګونو ترلاسه کولو لپاره یو مهم ګام او قوي اساس دی. دا تګلاره له بودیجوي سرچینو سره یوځای د حفظ او مراقبت د فعالیتونو د ریښتینې پلان جوړولو لپاره یوچوکاټ چمتو کوي.
د حفظ او مراقبت لپاره د پانګونې خوندي کول او د زیربناوو د ساتنې اقدامات، د اوبو، انرژۍ، سړکونو، د ښوونځيو ودانیو، د اوبولګولو کانالونو او له سیلاب څخه د ساتنې په ګډون د دوامداره ټولنیز او اقتصادي پرمختګ لپاره مهم دی. د یوې داخلي څیړنې په اساس، د فعالو او پلان شوو زیربناوو د اقداماتو له پنځمې برخې څخه لږ یې د کافي حفظ او مراقبت تړون لري. په همدې دلیل، د افغان-المان همکارۍ د حفظ او مراقبت سیستمونو ملاتړ کړی او د زیربنایی تاسیساتو دوامداره فعالیت یې د راتلونکو کلونولپاره لومړیتوب ګرځولی دی.
د افغان-المان د همکاری موخه د افغان وګړود ژوند د شرایطو او راتلونکو امکاناتو ښه کیدل دي ترڅو د یو داسې ژوند څخه برخمن شي چې د فقر، بېځایه کیدنې، تاوتریخوالي یا افراطیت تر سیوري لاندې نه وي. د آلمان حکومت به تر هغه وخته پورې چې تمه کیدونکې غوښتنې پوره شي د افغانستان د زیربنایي اقداماتو ملاتړ ته دوام ورکوي.
