په عامه لګښتونو کې د سپما په تړاو د مالیې وزارت او یو شمېر دولتي ادارو ترمنځ ګډه ناسته وشوه

admin_mof
Thu, Nov 26 2020 8:49 AM
خبر

د مالیې وزارت مالي معینیت ستر سلاکار او د عامه لګښتونو او امنیتي سکټور د بیا کتنې واحد مسؤل ښاغلي فضل وهاب ممتاز په مشرۍ، په عامه لګښتونو کې د سپما په تړاو د نړیوال بانک د استازي په حضور کې د مالیې وزارت او یو شمېر دولتي ادارو ترمنځ ګډه ناسته نن د لېندۍ میاشتې په ۵ مه نېټه د دې وزارت په خیبر هال کې ترسره شوه.

په دې ناسته په عادي بودیجه کې د غیر اړینو لګښتونو په سپما، د ادارو د تشکیلاتو او معاشونو په تنظیم، د ادارو ترمنځ د لا همغږۍ په رامنځته کېدو، مالي مسایلو، خلکو ته د غوره خدمتونو په وړاندي کولو او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو په تړاو خبرې او د نظرونو تبادله وشوه.

د ناستې په پرانیستې وینا کې ښاغلي فضل وهاب ممتاز، په عامه لګښتونو کې د سپما او غیر اړینو لګښتونو د یادونې ترڅنګ وویل، چې زموږ هدف له ټولو ادارو سره په ګډه د تشکیلاتو او معاشونو تنظیم او په راتلونکي کې د بودیجې د کسر مخنیوی او د عامه لګښتونو بیا کتنه ده. موږ غواړو بودیجه په ښه او رڼه توګه مصرف کړو.

خبر

په دې ناسته کې ګډونوالو په خپل وار سره خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل او ترڅنګ یې ګډونوالو ته د مالیې وزارت د همکارانو له لوري هم معلوماتي پریزینټېشن وړاندي شو.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS