د آقینې په ګمرک کي د یو باب نوي هنګر د جوړولو چاري پیل سوې
د کب ۳مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د (۲۱) میلیونه افغانیو په ارزښت د فاریاب ولایت د آقینې په ګمرک کي د یوه باب نوي هنګر د جوړولو چاري پیل سوې.
دغه نوی هنګر به (۶۰) متره اوږدوالی، (۲۵) متره پلنوالی او (۹) متره لوړ والی ولري، چي په یو وخت کي به د (۲۰) بار وړونکو موټرونو د تخلیې ظرفیت ولري.
د یادوني وړ ده، چي د یاد نوي هنګر په جوړېدو سره به د سوداګریزو توکو د خوندي ساتلو په برخه کي د سوداګرو ستونزي تر ډېره بریده حل سي.
