د اسلام کلا په ګمرک کې د اورلګېدنې له کبله د مالیې وزارت خبرتیا

admin_mof
اطلاعیه

په خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د سلواغې میاشتې په ۲۵ مه نېټه ماسپښین ۱ بجه د اسلام کلا په ګمرک کې د یوه نفتي ټانکر د اور اخیستنې له کبله چې ټول ګمرک ته د اور لمن پراخه شوه او زموږ هیوادوالو ته یې ګڼ مالي زیانونه واړول.

د مالیې وزارت مشرتابه له امنیتي ارګانونو او سیمه ییزو ادارو سره په نږدې همکارۍ هڅه وکړه چې وضع کنټرول او په اور لګېدنه برلاسي شي او د ملي دفاع وزارت له مرستیال، د کورنیو چارو وزارت له مرسیتال، د ملي امنیت شورای له مرسیتال، د هرات ولایت مقام او په دې ولایت کې د مېشتو امنیتي ځواکونو له بيړني اقدام څخه مننه کوي، چې د یوه ګروپ په جوړولو سره یې وضعیت کنټرول او تر واک لاندي یې راووست.

د مالیې وزارت مشرتابه د دې ناوړه پېښې د پلټلو په موخه د ګمرکونو عمومي ریاست په سرپرستۍ یوه کاري ډله هرات ولایت ته لېږلي ده، څو د اورلګېدنې د مهارولو او مرستې کولو ترڅنګ د پېښې د رامنځته کېدو په تړاو خپلې لومړنۍ پلټنې پیل او اړینه همکاري وکړي. په داسي حال کې چې د مالیې وزارت د دې زیان اړوونکي پېښې د رامنځته کېدو له کبله له زیانمنو سره همدردۍ څرګندوي او خپلو هیوادوالو ته یو ځل بیا د لازمې همکارۍ ډاډ ورکوي.

د یادونې وړده، چې تر اوسه پوري د دې پېښې د رامنځته کېدو له امله د اوښتو زیانونو په اړه کره معلومات نه شته.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

وروستي اعلانونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

Back to announcements