د عشر او زکات راټولو د څرنګوالي په تړاو څلورمه ناسته ترسره سول

admin_mof
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۱ - ۱۲:۲۴
خبر

د عشر او زکات راټولو د څرنګوالي په تړاو څلورمه ناسته د مالیې وزارت د عوایدو د عمومي رئیس معراج محمد معراج په مشرۍ د کرني اوبو لګوني او مالدارۍ، امربالمعروف او نهی عن المنکر او د ارشاد حج او اوقاف، وزارتونو او همدارنګه د افغانستان بانک او کابل ښاروالۍ د استازو په ګډون د مالیې وزارت په خیبرهال کي ترسره سول.

په دغه ناسته کي، چي د قران عظیم الشان په مبارکو آیتونو پیل سول، د عشر او زکات د راټولو پر طرحه او میکانیزم هر اړخیز بحث وسوو او پرېکړه وسول چي، اړوندي ادارې دي د عشر او زکات راټولو د څرنګوالي په تړاو خپله وروستۍ طرحه راتلونکې ناسته کي چي د رارواني شنبې په ورځ د مرغومي پر ۲۵مه نېټه ترسره کيږي وړاندي کړي؛ ترڅو د وروستۍ پريکړي او تائید لپاره امیر المومنین ته وړاندي سي.

خبر

د یادوني وړ ده، چي دغه ناسته د ا.ا.ا کابینې د ۱۴۰۰ کال لړم میاشتي د۱۰مي، د ۸ مي مصوبې، ۴مي مادې د تحقق په موخه ترسره سول.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۵:۴۴
Background image

په تېرو دوو اوونیو کي د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي یوه اندازه قاچاقي توکي نیول سوي دي!


د چنګاښ۱۰مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو په تېرو دوو اوونیو کي د نیمروز، کندهار او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کي قاچاقي توکي نیولي دي، چي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۴:۴۰
Background image

د ۱۴۰۵ کال د پراختیایي پروژو د تمویل له پاره د نویو کانسيپټ نوټونو د پېژندني په موخه ورکشاپ جوړ سو!


سه شنبه د چنګاښ ۱۰ مه ۱۴۰۴ هـ.ل

د (۱۴۰۵هـ.ل) کال د پراختیایي پروژو د تمویل له پاره د نويو کانسيپټ نوټونو (لومړنیو طرحو) د پېژندني په موخه د عامه پانګوني پروسې ورکشاپ د پالیسۍ معینیت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۴:۳۰
Background image

د ملت سوداګریز مارکېټ رغنیزي چاري په چټکۍ رواني دي!


د چنګاښ۹مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت اړوند د ملت په نوم سوداګریز مارکېټ، چي د کابل ښار په درېیمه ناحیه (میرویس میدان) سیمه کي موقعیت لري او تړون ئې د عامه او خصوصي مشارکت له لاري د مالیې. . .

BACK TO NEWS