د مالیې وزارت سرپرست: د سعودي عربستان ژمنه شوې پیسې به په وخت د افغانستان بانک له لارې د منا د پېښې شهیدانو او ټپیانو ته تسلیم شي
د مالیې وزارت سرپرست او د زېربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د وږې میاشتې په ۱۴ مه نېټه په سعودي عربستان کې د افغانستان له سفیر ښاغلي سید جلال کریم، سره په مالیې وزارت کې وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لوریو د بیت الله شریف د حج مراسمو په مهال د جمرات په لاره د منا د قربانیانو او د دې پېښې شهیدانو او ټپیانو لپاره د سعودي عربستان د مرستو په تړاو بحث او خبرې وکړې.
د منا په پېښه کې چې په ۱۳۹۴ کال کې رامنځته شوه، د جرثقیل د لوېدو له کبله یو شمېر حاجیان شهیدان او ټپیان شول، چې یو شمېر افغان حاجیان هم پکې شامل ول. خادم حرمین شریفین جلالتمآب سلمان بن عبدالعزیز ال سعود، د دې پېښې د شهیدانو لپاره یو میلیون سعودي ریال او د ټپیانو لپاره ۵۰۰ زره سعودي ریال ژمنه وکړه، چې له دې کبله په عربستان کې د افغانستان سفیر له لوري ۲۳ چکونه د مالیې وزارت سرپرست ته وسپارل شول.
د مالیې وزرات سرپرست وویل، چې یادې پیسې به ډېر ژر د افغانستان بانک له لوري د شهیدانو او ټپیانو کورنیو ته وسپارل شي.