د مسافر وړونکو وسایطو له لارې د سوداګریزو توکو له لېږد څخه د مخنیوي په اړه د ګمرکونو لوی ریاست خبرتیا

admin_mof
اطلاعیه

عمومو سوداګریزو او ټرانسپورټي شرکتونو ته خبر ورکول کېږي، چې د هېواد نافذه قوانینو او مقررو سره سم حقیقي او حقوقي وګړي حق نه لري، چې خپل سوداګریز توکي په مسافر وړونکو موټرو یا وسایطو کې ولېږدوي. «د لارو د تنظیم قانون د لسمې مادې سره سم، ټرانسپورټي شرکتونه مکلف دي، چې مسافرین، مسافر وړونکو ته په ځانګړي شويو او سوداګریز توکې، اموالو ته په ځانګړي شويو موټرونو یا نقلیه وسایطو کې حمل و نقل کړي.» په همدې اساس مسؤل بنسټونه حق لري، چې د هېواد د نافذه قوانینو لا ښه پلي کولو او د دولت د عوایدو د تېښتې مخنیوي په موخه د شرکتونو او حقیقي وګړو له لوري د سوداګریزو توکو د لېږد لپاره له مسافر وړونکو موټرو ډډه وکړي. له همدې کبله له ټولو سوداګریزو او ټرانسپورټي شرکتونو څخه غوښتنه کېږي، چې له سرغړونې او د قانون خلاف کړنو څخه په کلکه ډډه وکړي. د نه پاملرنې په صورت کې به له سرغړوونکو سره قانوني چلند وشي.

وروستي اعلانونه

پنجشنبه ۱۴۰۰/۶/۲۵ - ۱۵:۳۹
Background image

د دولتي کارکوونکو د معاشاتو د ورکړې په تړاو د مالیې وزارت خبرتیا!

د دولتي کارمندانو د معاشاتو د اجراء په پروسه کي چي د بعضي تخنيکي ستونزو د موجوديت له امله کوم ځنډ رامنځته سوی و

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۰:۴۰
Background image

د معاشونو د ورکړې په تړاو د مالیې وزارت خبرتیا

تاسو ته معلومه ده چې د ټولو دولتي کار کوونکو معاشونه به له دې وروسته د برېښنايي سیستم له لارې ورکول کېږي، په داسې حال کې چې د

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۳ - ۱۴:۵۰
Background image

خبرتیا!

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست تخنیکي پلاوي فراه ولایت ته د محصولي ګمرک فعالولو په موخه د خپل سفر په لړ کې د فراه ولایت

Back to announcements