د مستوفیتونو له مسؤلینو سره ناسته وشوه

syllab_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۴:۴۸
..............

د چنګاښ ۲۸مه، ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د عملیاتي مرستیال اسدالله ساجد خبیب په مشرۍ او د عوایدو تخنیکي مرستیال، د مستوفیتونو د چارو مرستیال، د بررسۍ رئیس او نورو مسؤلینو په ګډون د هېواد د (۳۴) مستوفیتونو له مسؤلینو سره پر لیکه/ انلاین بڼه ناسته وشوه.
په پیل کې د عوایدو لوی ریاست عملیاتي مرستیال وویل، چې د بررسۍ ټیمونه د خپلو دندو د ترسره کولو پر مهال له بېلابېلو ستونزو سره مخ کېږي، ځکه ځینې مالیه ورکوونکي اړین اسناد پر وخت نه وړاندې کوي او له کارکوونکو سره مناسب چلند نه کوي. نوموړي زیاته کړه، چې د مالیاتي ادارو کارکوونکي باید د نظام د استازو په توګه له زغم، ښه اخلاقو او مسلکي چلند څخه کار واخلي او خپلې دندې د اصولو له مخې ترسره کړي.
په دې ناسته کې همدا راز، د عوایدو لوی ریاست د ځانګړې پرېکړې له مخي د تېرو کلونو د دوسیو ارزونې د کړنلارې، د اټکلي ارزونې د تطبیق اړوند پرېکړې، د لومړۍ، دویمه او درېیمه درجه مستوفیتونو د ارزونې معیارونو، د بررسۍ برخې (KPI)  او د مستوفیتونو د بررسۍ برخې د مقایسوي عوایدو په اړه هر اړخیز بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
د ناستې په اوږدو کې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) له لورې  په مالیاتو کې د نویو رامنځته شویو تخفیفونو په تړاو معلوماتي پرزینټېشن هم وړاندې شو.
په پای کې د ګډونوالو پوښتني، نظرونه او وړاندیزونه واورېدل شول او د اصولي رسېدنې ډاډ ورکړل شو.

 

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۴۳
Background image

د عوایدو لوی ریاست د رهبرۍ هیئت اتمه ناسته وشوه

د چنګاښ ۲۹مه۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو د لوی رئیس الحاج مولوي سفرمحمد سحر په مشرۍ او د عوایدو تخنیکي مرستیال، د عوایدو عملیاتي مرستیال، د مستوفیتونو چارو مرستیال، رئیسانو، آمرینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۴:۴۸
Background image

د مستوفیتونو له مسؤلینو سره ناسته وشوه

د چنګاښ ۲۸مه، ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د عملیاتي مرستیال اسدالله ساجد خبیب په مشرۍ او د عوایدو تخنیکي مرستیال، د مستوفیتونو د چارو مرستیال، د بررسۍ رئیس او نورو. . .

BACK TO NEWS