د مستوفیتونو له مسؤلینو سره ناسته وشوه
د چنګاښ ۲۸مه، ۱۴۰۵ هـ.ل
د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د عملیاتي مرستیال اسدالله ساجد خبیب په مشرۍ او د عوایدو تخنیکي مرستیال، د مستوفیتونو د چارو مرستیال، د بررسۍ رئیس او نورو مسؤلینو په ګډون د هېواد د (۳۴) مستوفیتونو له مسؤلینو سره پر لیکه/ انلاین بڼه ناسته وشوه.
په پیل کې د عوایدو لوی ریاست عملیاتي مرستیال وویل، چې د بررسۍ ټیمونه د خپلو دندو د ترسره کولو پر مهال له بېلابېلو ستونزو سره مخ کېږي، ځکه ځینې مالیه ورکوونکي اړین اسناد پر وخت نه وړاندې کوي او له کارکوونکو سره مناسب چلند نه کوي. نوموړي زیاته کړه، چې د مالیاتي ادارو کارکوونکي باید د نظام د استازو په توګه له زغم، ښه اخلاقو او مسلکي چلند څخه کار واخلي او خپلې دندې د اصولو له مخې ترسره کړي.
په دې ناسته کې همدا راز، د عوایدو لوی ریاست د ځانګړې پرېکړې له مخي د تېرو کلونو د دوسیو ارزونې د کړنلارې، د اټکلي ارزونې د تطبیق اړوند پرېکړې، د لومړۍ، دویمه او درېیمه درجه مستوفیتونو د ارزونې معیارونو، د بررسۍ برخې (KPI) او د مستوفیتونو د بررسۍ برخې د مقایسوي عوایدو په اړه هر اړخیز بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
د ناستې په اوږدو کې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) له لورې په مالیاتو کې د نویو رامنځته شویو تخفیفونو په تړاو معلوماتي پرزینټېشن هم وړاندې شو.
په پای کې د ګډونوالو پوښتني، نظرونه او وړاندیزونه واورېدل شول او د اصولي رسېدنې ډاډ ورکړل شو.
