د هیواد ۳۴ ولایتونو د املاکو مدیرانو ته انلان سیمینار جوړ سو
د وري ۲۵مه ۱۴۰۵ هـ.ل
د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) له لوري د امارتي ځمکو او جایدادونو د اجارې په تړاو د نوي منظور سوي قانون پر اساس او د هیواد ټولو مستوفیتونو د املاکو برخي مدیرانو ته د یاد قانون د لا وضاحت په تړاو پرلیکه (انلاین) سیمینار ترسره سو.
په دغه سیمینار کي د مالیې وزارت د امارتي املاکو لوی رئیس الحاج حافظ عبدالقدیر حقاني، د دې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د روزني او ظرفیت لوړوني آمر عبدالوهاب عابد او د هیواد د (۳۴) مستوفیتونو د املاکو مدیرانو آنلاین ګډون درلود.
د سیمینار په پیل کي د روزني او ظرفیت لوړوني آمر په خپلو خبرو کي د یاد قانون د غوره تطبیق په تړاو هر اړخیزي خبري وکړې او هیله ئې وښوده، چي له دغه پروګرام څخه ګډونوال پوره ګټه پورته کړي.
ورپسې بیا د امارتي املاکو لوی رئیس د خپلو خبرو په لړ کي د یاد سیمینار د ارزښت په تړاو اړیني خبري وکړې او د ټولو ولایتونو د املاکو له مدیرانو څخه ئې وغوښتل، چي له دغه سیمینار څخه پوره ګټه پورته کړي او له مخې ئې خپلي چاري په پوره دقت، مسلکیتوب او ایماندارۍ سره ترسره کړي.
