په متحده عربي اماراتو کې میشتو بهرنیو او افغان سوداګرو سره په افغانستان کې د پانګونې جلبولو په موخه ناسته تر سره شوه

admin_mof
دوشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۴ - ۱۱:۵۲
خبر

مالیې وزارت د حرکت موسسې په مرسته د وږې میاشتې په ۲۳ او ۲۴مه نېټه په متحده عربي اماراتو کې د میشتو بهرنیو او افغان سوداګرو او پانګوالو لپاره د عامه او خصوصي خبرو اترو له لپاره ناسته جوړه کړه.

د دې ناستې موخه د عامه او خصوصي مشارکت په اړه د پوهاوي لوړوالی، په افغانستان کې د پانګونې وده او په دې برخه کې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو جلبول، د افغانستان په بنسټیزو پروژو کې د خصوصي سکټور ونډه او په نورو بیلابیلو برخو کې د پانګونې فرصتونو په ګوته کول وو.

په دې ناسته کې د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال، د اقتصاد وزیر ښاغلي مصطفی مستور، د کرنې او اقتصادي پراختیا لپاره د ولسمشر ځانګړي استازي ښاغلي عبدالحمید هلمندي، د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونو استازو او په متحده عربي اماراتو کې میشتو بهرنیو او افغان سوداګرو او پانګوالو ګډون کړی وو.

د مالیې وزارت سرپرست د حرکت له موسسې څخه مننه وکړه، چې د غونډې په جوړولو کې یې له مالیې وزارت سره همکاري کړې او ویې ویل:" په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په برخه کې زموږ ملي او نړیوالې هڅې په ټینګ عزم، پیاوړې اراده او منسجم ډول سره مخ ته ځي او په عین حال کې د افغانستان د سیاسي ثبات، اقتصادي ودې او ملي پراختیا پروګرامونه په پرله پسې توګه د پلي کیدو په حال کې دي."

نوموړي زیاته کړه د راتلونکو پنځو کلونو لپاره چې د بدلون لسیزې دویمه نیمایې ده زموږ لید لوری د سولې په ټینګښت، دولت جوړونې او بازار جوړولو متمرکز دی او د ملي لومړیتوب لرونکو پروګرامونو په چوکاټ کې طرحه شوو ستراتیژیکو پلانونو د تطبیق له لارې د همدغو اهدافو د ترلاسه کولو په لټه کې یو.

ښاغلي ارغندیوال وویل چې افغانستان د سولې په ټینګښت او د نړیوالو پراختیایې شریکانو د ژمنو په مټ د خپل سیاسي او اقتصادي ثبات نوې مرحلې ته داخلیدونکی دی چې د نورو برخو تر څنګ به د پانګونې لپاره ګڼ فرصتونه له ځان سره ولري. نوموړي زیاته کړه چې دغې اړتیا ته په کتو سره اړینه ده چې دولت او خصوصي سکتور په لا زیاته همغږۍ او قوت سره خپلې هڅې سره همغږې او مخکې له مخکې لومړیتوب لرونکې ساحې مشخصې کړي ښاغلي ارغندیوال پانګوالو ته ډاډ ورکړ، چې د افغانستان حکومت به له تاسو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي او ستاسو هرې ستونزې ته به رسیدنه وکړي.

خبر

په دې ناسته کې د اقتصاد وزیر او د کرنې او اقتصادي پراختیا لپاره د ولسمشر ځانګړي استازي د اقتصادي اصلاحاتو، دوامداره اقتصادي ودې او خصوصي سکتور پراختیا لپاره د افغان حکومت لید لوري په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل اود ګډونوالو پوښتنو ته هم ځوابونه وویل شول.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۹:۵۰
Background image

د ګمرکونو له مسئولینو سره انلاین ناسته وشوه

د تلې لومړۍ،۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزیر حاجي ملا محمد ناصر اخوند په مشرۍ او د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج ملا نعمت الله حسن، د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد او د وزارت د یو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۳۵
Background image

د عوایدو عمومي ریاست د رهبرۍ دوولسمه ناسته وشوه

د وږې۲۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو عمومي رئیس الحاج مولوي سفرمحمد سحر په مشرۍ، د عوایدو عمومي ریاست د (۱۴۰۵) هـ.ل کال د رهبرۍ دوولسمه ناسته د عوایدو او ګمرکونو معینیت د غونډو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۳۰
Background image

د تخار ولایت په آی خانم ګمرک کې د لمریزې برېښنا سیسټم د نصب چارې پیل شوې

د وږې۲۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د تخار ولایت په آی خانم ګمرک کې د شاوخوا (۴،۸) میلیونه افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم د نصب چارې پیل شوې.
تر دې. . .

BACK TO NEWS