له نړیوال بانک سره د اصلاحاتو راوستو او عامه سکټور د معاشونو مدیریت او معیاري کېدو په تړاو ناسته وشوه

admin_mof
پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۰ - ۸:۱۲
خبر

د مالیې وزارت مالي مرستیال عبدالحبیب ځدراڼ، په مشرۍ له نړیوال بانک سره د اصلاحاتو راوستو او عامه سکټور د معاشونو مدیریت او معیاري کېدو په تړاو ناسته د ویډیو کنفرانس له لارې وشوه.

د ناستې په پیل کې د دواړو لوریو په موندنو او تحلیل بحث وشو، ورپسې مالي مرستیال د اصلاحاتو او معاشونو معیاري کولو په برخه کي لکه، په دولتي دوایرو کې د معاشونو بیا کتنې په موخه د کاري کمېټې جوړېدو، د هیواد د نافذه قوانینو په پام کې نیولو سره د معاشونو یوشان کېدو او د سپما ګټورو انتخابونو ته د رسېدو په موخه د اصلاحاتو ګړندي کېدو سپارښتنې وکړې او په دې مسئله یې ټینګار وکړ.

خبر

 

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۵:۴۰
Background image

د مالیې وزارت د شکایتونو اورېدو آمریت ۲۲ شکایتونو ته رسېدنه کړې

د زمري ۴مه ۱۴۰۵ه.ل

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی ریاست د شکایتونو اورېدو آمریت د دغه وزارت اړوند ټولو شکایتونو؛ لکه: فساد، کم کاري، کار ځنډوني او د یو شمېر مسئولینو ناسم چلند ته د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۹:۴۹
Background image

نشست اداری ریاست عمومی گمرکات برگزار گردید

۴ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
هشتمین نشست اداری سال (۱۴۰۵)هـ.ش ریاست عمومی گمرکات وزارت مالیه تحت رهبری رئیس عمومی گمرکات الحاج محمد حامد احمد در مقام این ریاست برگزار گردید.
در این نشست که معاون. . .

BACK TO NEWS