د هرات ولایت لپاره نوی مستوفي معرفي شو
د غویي ۲۳مه۱۴۰۵ هـ.ل
د عاليقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم پر اساس مولوي محمد عادل اکرام، چې د هرات مستوفیت لپاره د نوي مستوفي په توګه ټاکل شوی وو، نن د عوایدو او ګمرکونو معین مفتي عبدالمتین سعید، د عوایدو عمومي رئیس مولوي سفر محمد سحر او مل پلاوي له لوري لومړی د یوې ناستې په ترڅ کې د هرات ولایت په مقام کې د یاد ولایت والي نور احمد اسلام جار ته او وروسته د اړوندو رئیسانو په شتون کې د هرات مستوفیت په مقام کې د مستوفیت اداري کارکوونکو ته ور معرفي شو.
د یادونې وړ ده، چې ښاغلی مولوي محمد عادل اکرام تر دې وړاندې د خوست ولایت د مستوفي په توګه دنده ترسره کړې ده.
