افتنتو مختلط دولتي شرکت د سهمدارانو خبرتیا

admin_mof

د افتنتو مختلط دولتي شرکت د اساسنامې په نظر کي نیولو سره یو سوداګریز شرکت دئ، چي اوس مهال د دوراني پانګي د نشتون له کبله اساسي ( سوداګریز) فعالیت نه لري او له بحران سره مخ دئ، اوس مهال د یاد شرکت عواید د جایدادونو له کرایې څخه په لاس راځي، چي خپل لګښتونه له همدغو عوایدو څخه تر سره کوي او هر کال له ضرر سره مخ وي. د اسلامي امارت د اړوند ( ذیدخل) رهبرۍ د هدایت په اساس یاد شرکت باید بیرته خپل اصلي فعالیتونه پیل کړي او د اصلي کړنو د نه پیلېدو په صورت کي به اړونده رهبري د شرکت په اړه خپل تصمیم ونیسي.
د آفتنو شرکت رهبري د یاد شرکت له ټولو محترمو کورنیو او بهرنیو سمهدارانو څخه په درنښت غوښتنه کوي، ترڅو د شرکت د سرنوشت او اساسي کړنو دپيل کېدو لپاره د خبرتیا د نشر څخه تر (۱۴۰۲) کال د جوزا میاشتي تر (۲۰) نېټې پوري د یاد شرکت مرکزي دفتر ته حاضر او وروستی تصمیم ونیسي. د سهمدارانو د نه حاضرېدو په صورت کي که د افغانستان اسلامي امارت د اړوند رهبرۍ له لوري کوم تصمیم ونیول سو، بیا د شکایت حق نه لري.
د افتنتو مختلط دولتي شرکت د سهمدارانو نومونه:
کورني ونډوال (سهمداران)
1. د مالیې محترم وزارت
2. ښاغلی غلام نبي (امینی)
3. ښاغلی جمعه نیاز
4. ښاغلی نعمت الله (کوکچه)
5. ښاغلی برات لمیټډ
6. ګنګاه رام ولد جیلارام شرکت
7. ښاغلی محمد ابراهیم (محب) شرکت
8. ښاغلی عابد الله (بابک)
9. ښاغلی محمد داود
10. ښاغلی عبدالقدوس د محمد ایوب زوی
11. ښاغلی عصمت الله
12. ښاغلی فضل احمد ( امینی)
13. ښاغلی نور احمد ( امینی)
14. د بهارستان بدخشان محترم شرکت
15. محترمو کارمندن شرکت
16. نظیر لمیټډ
17. بابر لمیټډ
18. سیر لمیټډ
19. ښاغلی احمد ولی (امینی ) شرکت
20. پرویز لمیټډ
21. نظر ګاه وارغون شرکت
بهرني ونډوال ( سهمداران)
1. انتورک کمپنۍ
2. سیوزوینشترانس کمپنۍ
3. خوزتورک کمپنۍ

وروستی خبرتیاوينور دلته

یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۷ - ۱۵:۵۴
Background image

د مالیاتي محاسبینو اوومي دورې ازموینۍ لپاره نوم لیکنه

مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د مالیاتي محاسبینو اوومه دوره ازموینه اخلي. په شرایطو برابر کسان کولای سي د لاندي لینک په پرانیستلو سره په انلاین فورمه کي

پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۴ - ۱۲:۱۹
Background image

په قسطونو سره د تېرو کلونو د باقیاتو ورکولو خبرتیا!

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د رهبرۍ د پرېکړي له مخي ټول هغه سوداګریز شرکتونه، چي د تېرو کلونو ګمرکي باقیات لري او تر اوسه یې نه دي تحویل کړي، کول

پنجشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۸ - ۱۲:۳۰
Background image

له هیواد څخه د غنمو د صادراتو په هکله د مالیې وزارت د ګمرکونو عمومي ریاست خبرتیا!

په دې وروستیو کي ځیني ناسم خبرونه خپاره سوي، چي ګواکي له هیواد څخه غنم په قاچاقي ډول بهر ته صادریږي. مالیې وزارت دغه اوازي ناسمي بولي او په کلکو ټکو یې ردوي

وروستي اعلانونه

Back to announcements