سپین بولدک په ګمرک کي د لمریزي برېښنا پروژه ګټي اخیستني ته وسپارل سوه

admin_mof
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۵ - ۱۴:۱۰
خبر

د کندهار ولایت د سپین بولدک په سرحدي ګمرک کي د شاوخوا (۲۱) میلیونه افغانیو په لګښت د لمریزي برېښنا سیسټم جوړ او تېره ورځ د کندهار ګمرک رئیس مولوي محمد حامد احمد او یو شمېر نورو مسؤلینو له لوري ګټي اخیستني ته وسپارل سو. یاد سیسټم د (DC 180) کیلو واټه په وړتیا سره (AC150) کیلو واټه برېښنا تولیدوي.

خبر

یاد سیسټم د یو افغاني شرکت له لوري د څلورو میاشتو په موده کي جوړ سو، چي ټول تجهیزات ئې د شرکت له لوري دوه کاله ګرنټي لري. ‏ تر دې وړاندي په یاد ګمرک کي د جنراتور له برېښنا څخه ګټه اخیستل کېده، چي هره میاشت ئې شاوخوا (۱،۵ )میلیونه افغانۍ لګښت درلود.

خبر

د لمریزي برېښنا د دې سیسټم په فعالېدو سره به د یاد ګمرک په ورځنیو چارو کي پر چټکتیا سربیره، د اضافي لګښتونو مخنیوی هم وسي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۳۱
Background image

د حمایوي، تدارکاتي، خدماتي او مالي او اداري پروسو د ساده کولو په موخه ناسته وسوه

د غویي۳مه۱۴۰۵ هـ.ل
د حمایوي، تدارکاتي، خدماتي او مالي او اداري پروسو د ساده کولو په موخه، د چارو ادارې، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې او د مالیې وزارت د استازو په ګډون د دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۵
Background image

د امارتي املاکو لوی ریاست پلاوي لغمان او ننګرهار ولایتونو ته سفر وکړ

د غویي۳مه۱۴۰۵ هـ.ل
د مالیې وزارت د امارتي املاکو د لوی رئیس الحاج حافظ عبدالقدیر حقاني په مشرۍ د دغه ریاست تخنیکي او مسلکي پلاوي لغمان او ننګرهار ولایتونو ته رسمي سفر وکړ. 
دغه پلاوي د. . .

BACK TO NEWS