عوایدو د حقوقي خدمتونو رئیس د ټرانسپورټي شرکتونو له استازو سره وليدل

admin_mof
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۲ - ۱۳:۲۳
خبر

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د حقوقي خدمتونو رئیس ندا محمد صدیقي، د هيواد د ټولو ولایتونو د ټرانسپورټي شرکتونو له استازو سره د عوایدو لوی ریاست د مقام په کاري دفتر کي ولیدل.
د ټرانسپورټي شرکتونو استازو د ټرانسپورټي مالیاتو په برخه کي خپلې ستونزي، د دغه ریاست له مسؤلینو سره شریکي کړې او د عوایدو لوی ریاست له رهبرۍ څخه ئې وغوښتل، چي شته ستونزي ئې حل او د عوایدو د راټولولو او د لېږد وسیلو (موټرونو) د تخنیکي معایناتو په برخه کي اسانتیاوو ورته رامنځته کړي.
د ټرانسپورټي شرکتونو استازو وړاندیز وکړ، چي د لېږد وسیلو(موټرونو) جواز سیر دي ورته د موټرونو له معاینې سره سم ورکړل سي او د موټرونو د ماډل پر بنسټ دي ورڅخه مالیه واخیستل سي.
د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د حقوقي خدمتونو رئیس ښاغلي نداء محمد صدیقي په خپلو خبرو کي د ټرانسپورټي شرکتونو استازو ته، د قانون له لاري د موجودو ستونزو د حل په برخه کي د همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته ئې کړه، چي د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست سره د مالیه ورکوونکو حقوق خوندي دي او هڅه کوي، چي د مالیاتو په برخه کي مالیه ورکوونکو ته لا اسانتیاوي رامنځته کړي.
همدا شان د یاد ریاست د مسؤلینو له لوري د ټرانسپورټي شرکتونو استازو ته ډاډ ورکړل سو، چي د روڼتیا رامنځته کېدو په موخه د عوایدو لوی ریاست له مالیه ورکوونکو څخه مالیه په فزیکي ډول نه؛ بلکي د سیسټم له لاري راټولېږي.
د يادوني وړ ده، چي لږه موده مخکي د مشرتابه عالي مقام له لوري ماليه ورکوونکو ته ګڼ شمېر اسانتیاوي او معافیتونه رامنځته سول.

وروستی خبرتیاوينور دلته

یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۹ - ۱۶:۱۲
Background image

د هیواد له ګمرکونو څخه په ورځني ډول زرګونه، صادراتي، وارداتي او ټرانزيټي محمولې تګ راتګ کوي!

 

د مالیې وزارت له لوري د هیواد په ټولو ګمرکونو کي سوداګرو ته د پام وړ اسانتیاوي رامنځته سوي دي. په ګمرکونو کي کاري موده له (۱۶) څخه تر (۲۴) ساعتونو پوري زیاته سوې، عصري برېښنایي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۹ - ۱۵:۰
Background image

د عوایدو لوی ریاست اړوند د کوچنیو مالیه ورکوونکو ریاست جوړه سوې کمېټه پر خپلو چارو برلاسې ده!

څه باندي دوه کاله وړاندي د کوچنیو مالیه ورکوونکو له لوري، مالیه ورکوونکو ته د عامه پوهاوي، د کارکوونکو ظرفیت لوړوني او د دوی د کارونو د څارني په موخه پنځه کسیزه کمېټه رامنځته سوه.
په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۹ - ۱۳:۴۹
Background image

د عوایدو لوی ریاست د سیسټم په برخه که د هیواد ۳۴ ولایتونو د مستوفیتونو ستونزو ته رسېدنه کوي

 

د عوایدو لوی ریاست اړوند د سیسټم ریاست غواړي، چي د هیواد په (۳۴) ولایتونو کي د (SIGTAS او RIMS) سیسټمونو په برخو کي د مستوفیتونو د کارکوونکو د ظرفیت لوړوني او ستونزو د حل او. . .

BACK TO NEWS