مالیاتي محاسبینو خبرتیا!

admin_mof

د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو ریاست د مالیاتي محاسبینو مدیریت په پام کې لري، چي د پينځمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازموینې لپاره نوم لیکنه د (۱۴۴۴/۲/۲۷ – ۱۴۴۴/۳/۱۶ هـ.ق) چې د ۱۴۰۱/۷/۲ – ۱۴۰۱/۷/۲۰ هـ.ل) نیټې سره سمون لري ترسره کړي، پر شرایطو برابر کسان دي په انلاین بڼه نوم لیکنه وکړي

• شخص باید په قانوني امورو مکلف وي؛

• په اقتصادي، محاسبه، ACCA، حقوق، اداره او تجارت کي د اسنادو په کتو حد اقل د لیسانس تر کچي د لوړو زده‌کړو درلودونکی وي؛

• د دولت رسمي او برحال اداري کارکوونکی نه وي؛

• د محکمې لخوا د مجرم په توګه نه وي پېژندل سوی؛

• شخص به بل شخصي شرکت نه لري، ترڅو د منافعو د تضاد مخنیوی سوی وي.

یادونه: مالیاتي محاسبین د دولت رسمي کارمندان نه دي او نه هم د دولت له لوري معاش ورکول کېږي، بلکي دوی د عوایدو لوی ریاست له لوري کاري جواز ترلاسه کوي او د جواز په وسیله د شرکتونو او کمپنیو سره قرارداد کوي، دوی د شرکتونو او کمپنیو مالیاتي چاري ترسره کوي او شرکتونه او کمپنۍ د کار په مقابل کي دوی ته حق الزحمه او یا هم ټاکلی فیس ورکوي. 

که غواړی نوم لیکنه وکړئ؛ نو لاندي لینک کښېکاږئ:

https://docs.google.com/forms/d/e/1FAIpQLSdaI61_fvuj8QJFkAv7SHaOENUMZ6R_zdOU0BdkVF8HgNKZuA/viewform?pli=1

وروستي اعلانونه

چهارشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د ګمرکونو لوی ریاست خبرتیا

په دې وروستیو کي د ګمرکونو لوی ریاست له ادرس څخه په ټولنیزو پاڼو کي د ترانزیټي او ري ایکسپورټ اموالو یو لیست لاس په لاس کیږي،

دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۹ - ۱۲:۲۷
Background image

خبرتیا!

قدرمن متقاضیان کولای سي، چي خپل غوښتنلیکونه د کابل ښار د ۱۶مې ناحیې اړوند د زنده بانانو په سیمه کې د مسافر وړونکو ښاري ملي بس دولتي

پنجشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۸ - ۱۶:۲۳
Background image

Back to announcements