ګمرکي عوایدو د لومړیو شپږو میاشتو ارزونه وسوه
ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ ناستي نن د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کي د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کي د ګمرکي عوایدو ارزونه وکړه او د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره يې د هر ګمرک په تفکیک سره د عوایدو راټولیدو هدف وټاکه .
په دې ناسته کي د مالیې وزارت د مالي پالیسۍ او لوی اقتصاد لوی ریاست سرپرست ښاغلي حسین الله احمدزي، د مالیې وزارت مقام سلاکار ښاغلي خلیل صالحزاده، د ګمرکونو لوی ریاست مرستیالانو او یو شمېر رئیسانو ګډون کړې وو.
د یادوني وړ ده، چي هر کال په ګمرکونو کي د لومړیو شپږو میاشتو د صادراتو او وارداتو حجم او د تر لاسه سوو عوایدو ارزونه کیږي او په همدې اساس د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره د عوایدو راټولیدو هدف ټاکل کیږي.