بیړنۍ خبرتیا!

admin_mof
خبر

هغو کسانو ته خبرداری ورکول کېږي، چې غوښتل یې د ۱۴۰۰ کال غبرګولي میاشتې په ۲۱ مه نېټه د خپلو سوداګریزو توکو ۵۸ موټرونه د کابل ارغندۍ له لويې لارې د مالیو له ورکړې پرته ولېږدوي، چې د کورنیو چارو وزارت د درنو جرمونو ریاست د پولیسو له لوري ودرول شول او کابل ښار ته د دننه کېدو مخنیوی یې وشو. اوس په ټینګار سره خبرداری ورکول کېږي، چې که چېرته د دې موټرونو خاوندان تر راتلونکو دوو ورځو پورې د یادو درول شویو موټرونو د تم ځای سیمې ته د قضیې د حل په موخه حاضر نه شي، توکي به یې لیلام او بیا د شکایت حق نه لري.

وروستي اعلانونه

دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د مسافر وړونکو وسایطو له لارې د سوداګریزو توکو له لېږد څخه د مخنیوي په اړه د ګمرکونو لوی ریاست خبرتیا

عمومو سوداګریزو او ټرانسپورټي شرکتونو ته خبر ورکول کېږي، چې د هېواد نافذه قوانینو او مقررو سره سم حقیقي او حقوقي وګړي حق نه لري

دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۷ - ۸:۱۴
Background image

بیړنۍ خبرتیا!

هغو کسانو ته خبرداری ورکول کېږي، چې غوښتل یې د ۱۴۰۰ کال غبرګولي میاشتې په ۲۱ مه نېټه د خپلو سوداګریزو توکو ۵۸ موټرونه د کابل ارغندۍ له لويې لارې د مالیو له ورکړې پرته ولېږدوي، چې د . . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۳ - ۸:۱۱
Background image

د ګمرکونو لوی ریاست د ۱۹ اعلان شویو بستونو د شارت لیست پروسه پای ته ورسیده

د ګمرکونو لوی ریاست اړوند د ۱۹ درېیم، څلورم او پنځمو اعلان شویو بستونو د شارت لیست پروسه پای ته ورسیده.

Back to announcements