بې اسنادو موټرو د ګمرکي طی مراحلو واحد مرکز په کابل ګمرک کي پرانیستل سو

admin_mof
دوشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۱ - ۱۰:۸
خبر

 د بي اسنادو موټرو د ګمرکي طی مراحلو واحد مرکز یا ون اسټاپ شاپ د مالیې وزارت د ګمرکونو لوي ریاست له لوري د ټرانسپورټ وزارت او د ټرافیکو لوي ریاست په ملتیا په چارو کي د روڼتیا او اساتنیاوو د رامنځته کولو په موخه د کابل ګمرک کي پرانیستل سو.

په دئ غونډه کي  د کابل ګمرک رئیس مولوي ثنا‌ءالله نوید، د ګمرکونو لوي ریاست د سیسټمونو رئیس محمد سالم اوریاخیل، د ټرانسپورټ وزارت، د کابل د ټرافیکو لوي ریاست استازو او د مالیې وزارت یو شمیر مسؤلینو ګډون کړی وو.

  د کابل ګمرک رئیس مولوي ثنا‌‌ءالله په خپلو خبرو کي وویل: د افغانستان اسلامي امارت اقتصادي کمیسیون د ۱۴۴۴ هـ ق کال د لومړۍ میاشتي ۱۹ مي نیټې د دوهمي مصوبې له مخي د بې اسنادو زرهي او غیر زرهي موټرو د طی مراحلو پروسه د شپږ میاشتو لپاره تصویب سوې، چي د طی مراحلو لارښود یې د ګمرکونو لوي ریاست له لوري چمتو سوی او د هیواد په ټولو ګمرکونو کي د پلي کېدو وړ دئ.

د ګمرکونو لوی ریاست د سیسټمونو رئیس محمد سالم اوریاخیل د بې اسنادو موټرو د طی مراحلو پروسې په تړاو معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، چي د هيواد په ۶ زونونو؛ هرات، کندهار، ننګرهار، خوست، بلخ او کندز ولایتونو کي به هم ورته د ګمرکي اسنادو د طی مراحلو واحد مرکزونه پرانیستل سي، چي لویه موخه یې په ګمرکي طی مراحلو کي روڼتیا او لازمه چټکتیا رامنځته کېدل دي.

خبر

د یادوني وړ ده، چي په (ون سټاپ شاپ) کي د ګمرکي طی مراحلو پروسه له مرستندوي میز څخه د لومړنۍ پلټني او د مالک د معلوماتي فورمې له ډکولو سره سم پيلیږي او له تخنیکي او جرمي څیړنو وروسته د موټر د مالک او د موټر بشپړ معلومات د اړوند کارکونکي له لوري په سیسټم کې ثبتیږي، ورپسې د بایومیټریک مرحله ترسره کیږي او د بایومیټریک له پروسې وروسته د موټر مالک ته د ټرافیکو تعرفه ورکول کیږي او د طی مراحلو پروسه په بشپړه روڼتیا او چټکۍ سره پای ته رسیږي. د ګمرکي اسنادو د قانوني طی مراحلو وروسته بې اسناده موټر د ترافیکي سندونو د ترلاسه کولو په موخه د ټرافیکو لوي ریاست ته استول کیږي

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۷ - ۱۳:۵۷
Background image

د بودیجې ترتیبولو د لارښود دوه ورځینی ورکشاپ پای ته ورسېد

الیې وزارت د وزارتونو او ټولو دولتي ادارو سره په همغږۍ د ۱۴۰۲ مالي کال د بودیجې جوړولو چارې پیل کړي. په همدې لړ کي د وزارتونو بودیجوي

دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۷ - ۱۲:۳۰
Background image

د بلخ سېلو دولتي شرکت 

 د بلخ سېلو دولتي شرکت د رغوني چاري په ۱۳۶۲ل کال پیل او په ۱۳۸۵ل کال پای ته ورسېدې او په فعالیت یې پیل وکړ. دغه شرکت له

یکشنبه ۱۴۰۱/۹/۶ - ۱۴:۱۹
Background image

د بودیجې ترتیبولو د لارښود ورکشاپ تر سره سو

مالیې وزارت د ۱۴۰۲ مالي کال د ملي بودیجې د ترتیبولو چاري پیل کړي دي، چي په همدې لړ کي نن د ۱۴۰۲ مالي کال د بودیجې ترتیبولو لارښود په

BACK TO NEWS