تورخم ګمرک کي یو ځل بیا د انسان د سر وېښتان نیول سوي

د افغانستان اسلامي امارت د مالیې وزارت د ګمرکونو د ساتني او ځانګړو عملیاتو تنفیذي قطعې بیدارو ساتونکو د تورخم ګمرک کي (۷۵) غټي او وړې بوجۍ د ښځینه وو د سر وېښتان او (۲۵) کارتنه بې محصوله شیدې کشف او ترلاسه کړي دي.
دغه په لسګونو بوجۍ ښځینه وېښتان چي په پټه ګاونډي هیواد ته قاچاق کېدل د ګمرکونو د سرښندونکو ځواکونو له لوري نیول سوي. د ښځینه وېښتانو د پېر او پلور موضوع اوس په یو شمېر هیوادونو کې ډېره ګرمه ده، چي له کورونو څخه په ارزانه بیه اخیستل کېږي، خو د نړۍ په بازارونو کي په لوړه بیه بېرته پېرل کېږي.
په داسي حال کي چي څو ورځي وړاندي هم په یوه ورته پېښه کي په لسګونو بوجۍ وېښتان په یاد ګمرک کي د امنیتي مسؤلینو له لوري کشف او نیول سوي وو.
د یادونې وړده، چي د اسلامي امارت په حدودو کي د انسان د سر وېښتانو پېر، پلور او قاچاق د انساني کرامت او حرمت ته په کتو شرعاً او قانوناً ممنوع دئ.