تېره اوونۍ د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي په زیاته کچه قاچاقي توکي نیول سوي دي!

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۳ - ۹:۲۶
............


د غویي ۲۳مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو تېره اوونۍ د نیمروز، کندهار، فراه، هرات او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کي په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیولي دي، چي قاچاق کوونکو غوښتل له ګمرکي محصول پرته ئې په قاچاقي ډول افغانستان ته راوړي.
په نیول سویو توکو کي (۱۰۱۵۶) کیلو ګرامه چاکلېټ، (۲۹۱۲) کیلو ګرامه انساني، یوناني او زراعتي درمل، (۴۰۱۰) کیلو ګرامه لواشک، (۱۷۹۵) کیلو ګرامه ملایي، (۱۷۲۰) کیلو ګرامه رُب، (۱۴۸۵) کیلو ګرامه مالګه او (۱۳۱۶) کیلو ګرامه مکروني شامل دي.
نیول سوي توکي او تورن کسان د نورو اجراآتو له پاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل سوي دي.
د یادوني وړ ده، چي د مالیې وزارت د ګرځنده څارني کارکوونکي په ټول هیواد کي ګرځنده څارنه کوي او هیچا ته اجازه نه ورکوي، چي ممنوعه او قاچاقي توکي ولېږدوي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۱:۱
Background image

د عوایدو لوی ریاست دوو لوړپوړو بستونو ته نوي مسئولین معرفي شول

د چنګاښ ۴مه۱۴۰۵ هـ.ل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د (۹۸) ګڼې حکم پر بنسټ پوهنیار نداء محمد صدیقي د عوایدو د تخنیکي مرستیال او پوهندوی غلام عمر عبدالله د عوایدو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۱۸:۳۳
Background image

د کابل ولایت خصوصي روغتونونو د مالي برخي کارکوونکو ته د (E-filing) سیمینار جوړ شو

د چنګاښ۳مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست له لوري د کابل ولایت د خصوصي روغتونونو د مالي برخې کارکوونکو ته د ګمرکونو او عوایدو په ملي اکاډمۍ کې د ابتدایي سنجونې، بررسۍ او د (. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۱۴:۵۸
Background image

د امارتي املاکو لوی رئیس میدان وردګ او غزني ولایتونو ته سفر وکړ

د چنګاښ۳مه، ۱۴۰۵هـ.ل

د امارتي املاکو لوی رئیس، الحاج حافظ عبدالقدیر حقاني د یوه تخنیکي پلاوي په ملتیا میدان وردګو او غزني ولایتونو ته رسمي سفر وکړ.
د دغه سفر په لړ کې د امارتي املاکو. . .

BACK TO NEWS