د امارتي املاکو لوی رئیس میدان وردګ او غزني ولایتونو ته سفر وکړ
د چنګاښ۳مه، ۱۴۰۵هـ.ل
د امارتي املاکو لوی رئیس، الحاج حافظ عبدالقدیر حقاني د یوه تخنیکي پلاوي په ملتیا میدان وردګو او غزني ولایتونو ته رسمي سفر وکړ.
د دغه سفر په لړ کې د امارتي املاکو لوی رئیس د یادو ولایتونو له مستوفیانو سره ناسته وکړه، چې په ترڅ کې یې د امارتي جایدادونو پر ساتنې، مدیریت، تثبیت او د هغوی د اغېزمنې کارونې په تړاو هر اړخیز بحثونه وشول.
د دغه سفر په جریان کې د امارتي املاکو لوی رئیس په یادو ولایتونو کې امارتي جایدادونه له نږدې وکتل، د هغوی د شته وضعیت ارزونه یې وکړه او مسؤلینو ته یې د جایدادونو د لا غوره تنظیم، ساتنې او قانوني استفادې په موخه اړینې سپارښتنې وکړې.
د یادونې وړ ده، چې د مالیې وزارت د امارتي املاکو مسؤلین په ولایتونو کې د اړوندو املاکو د وضعیت ارزونې په موخه بېلابېلو ولایتونو ته رسمي سفرونه کوي.
