خبرتیا!
دا چي د روان ۱۴۰۱ ل. کال بودیجه تر دې مهاله نه ده تصویب سوې او هم مهاله کوچنی اختر په را رسېدو دی؛ له همدې کبله د افغانستان اسلامي امارت د مالیې وزارت مشرتابه پرېکړه وکړه، چي (د مالي چارو او عامه لګښتونو ادارې قانون د یو څلوېښتمي مادې پر بنسټ، چي له مخي يې : که چېري بودیجه د ځینو عواملو له کبله د مالي کال له پیل څخه د مخه تصویب نه سي، د نوي بودیجې تر تصویب پوري د یوې میاشتي لپاره بودیجوي واک صادریږي).
په همدې اساس د مالیې وزارت رهبرۍ د روژې مبارکي میاشتې او کوچني اختر په درناوي د دولتي کارکوونکو د وري د میاشتي معاشونه اجراء کوي.