د آقینې په ګمرک کي د (۷۲) میلیونه افغانیو په ارزښت پروژې ګټي اخیستني ته وسپارل سوې
د سلواغې ۳۰مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د آقینې په ګمرک کي د (۷۲) میلیونه افغانیو په ارزښت د یاد ګمرک د احاطې دېوال، د سندونو آرشیف ودانۍ او د درې بابه استوګنیزو ودانیو د پروژو رغنیزي چاري بشپړي او ګټي اخیستني ته وسپارلې.
د یاد ګمرک نوی رغول سوی چاپېر دېوال د (۲،۷) کیلو مټره اوږدوالي په لرلو سره (۸) امنیتي ټاورونه لري. همداشان د سندونو آرشیف ودانۍ، چي په یو وخت کي د (۲۵) زره دوسیو د ځایولو ظرفیت لري او د دې برخي کارکوونکو او مراجعینو ته هم مناسب ځای پکښې جوړ سوی. تر څنګ ئې د آقینې ګمرک درې بابه استوګنیزي ودانۍ، چي هر باب ئې څلور خوني، دهلېز، پخلنځی او نور اړین تجهیزات هم لري.
د یادوني وړ ده، چي د یادو پروژو په بشپړېدو سره به د سوداګریزو توکو او ګمرکي سندونو د خوندي ساتلو په برخو کي سوداګرو او د ګمرک کارکوونکو ته اسانتیاوي رامنځته سي.
