د ابو نصر فراهي ګمرک د هنګرونو او لیلیې د جوړېدو چاري په چټکۍ سره رواني دي!
د ابو نصر فراهي ګمرک د دوه بابه هنګرونو او د لیلیې د جوړېدو پروژې چاري په چټکۍ سره رواني دي، چي د هنګرونو چاري (۶۶) سلنه او د لیلیې چاري (۳۰) سلنه بشپړي سوي او ژر به ئې پاته چاري هم بشپړي سي.
یادي پروژې تېر کال د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د (۴۶،۸) میلیونه افغانیو په ارزښت پیل سوې، چي په جوړېدو سره به ئې سوداګرو او د ګمرک کارکوونکو ته زیاتي اسانتیاوي رامنځته سي او د سوداګریزو توکو د خرابېدو مخه به ونیول وسي.
د یادوني وړ ده، چي د یادو پروژو چاري د ګمرکونو لوی ریاست د تخنیکي ټیم له لوري په جدي ډول څارل کېږي او له پلان سره سم عملي کېږي.
