د اسلام کلا په سرحدي ګمرک کي د (۷۴،۷) میلیونه افغانیو په ارزښت د هنګرونو جوړولو پروژه پیل سوه!

syllab_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۱۰:۴
............

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید د یوه د پلاوي په مشرۍ هرات ولایت ته د رسمي سفر په ترڅ کي د اسلام کلا په سرحدي ګمرک کي د (۷۴،۷) میلیونه افغانیو په ارزښت د څلور بابه هنګرونو د جوړولو پروژې پرانيسته وکړه.
د دې پروژې په پرانيستغونډه کي، چي ولایتي مسئولینو هم ګډون کړی وو، د ګمرکونو او عوایدو معین وویل، چي د مالیې وزارت تل هڅه کوي، چي سوداګرو ته لازمي اسانتیاوي برابري کړي؛ نو ځکه ئې په همدې موخه په ګمرکونو کي ګڼي پروژې پلي کړي دي او په راتلونکي مالي کال کي به نوري ګټوري پراختیایي پروژې هم پلي کړي.
د یادوني وړ ده، چي د یادي پروژې لګښت د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کېږي او چاري به ئې تر راتلونکو لسو میاشتو پوري بشپړي سي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۴:۲۹
Background image

د ولایتې مستوفیتونو د قطعیې ۳۵ تنو کارکوونکو له پاره روزنیز پروګرام پیل سو!


د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوايدو ملي اکاډمۍ د (۱۴۰۳هـ.ل) کال له تدریسي پلان سره سم، د روزنیزو پروګرامونو په لړ کي د ولایتي مستوفیتونو د قطعیې (۳۵) تنو کارکوونکو له پاره د عوایدو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۳:۵۳
Background image

د ولایتي مستوفیتونو او ګمرکونو ۸۲ تنو کارکوونکو ته جوړ سوي روزنیز پروګرامونه پای ته ورسېدل!

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ د کلني تدریسي پلان سره سم، د ولایتي مستوفیتونو د برسي برخي (۴۷) تنو او د  ولایتي ګمرکونو (۳۵) تنو کارکوونکو ته د تعرفې بیي ټاکني او لابراتور. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۵:۲۷
Background image

تېره اوونۍ د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول سوي دي!

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو تېره اوونۍ د کندهار، فراه، نیمروز او هلمند ولایتونو په بېلابیلو سیمو کي په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیولي دي، چي قاچاق کوونکو. . .

BACK TO NEWS