د اطلاعات روز ورځپاڼې ادعاوو ته د مالیې وزارت ځواب

admin_mof
دوشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۱ - ۱۹:۵۰
خبر

په روانه اوونۍ کې اطلاعات روز ورځپاڼې (د ۱۳۹۸ مالي کال په ملي بودیجه کې میلیاردي سرغړونې غیر قانوني پراختیایي پروژې « تنقیص او تعدیل » په نامه راپور خپور کړ، چې په دې راپور کې ورځپاڼه ادعا کوي چې د مالیې وزارت د ۱۳۹۸ مالي کال په قطعیه کې سلګونه پراختیایي پروژې تنقیص او تعدیل شوي دي.

مالیې وزارت د ورځپاڼې د ادعاوو په اړه داسي لیکي: دې وزارت د ۱۳۹۸ مالي کال په اوږدو کې ټول مالي او حسابي اجراآت د سندونو په پام کې نیولو، نافذه قوانینو او د ذیصلاح چارواکو د حکمونو او د اصولي سندونو په شتون کې ترسره کړي دي. مالیې وزارت په هیواد کې د قوانینو خلاف هیڅ ډول بودیجوي تعدیلات نه دي ترسره کړي. همدارنګه هغه موضوعات چې د اطلاعات روز په ورځپاڼه کې خپاره شوي دي، بودیجوي تعدیلات دي چې د هره یوه ترسره کېدل یې قانوني او اصولي بنا لري.

په ټوله کې د پراختیایي بودیجې تعدیلات؛ د مالي چارو او عامه لګښتونو۴۶ مادې د هدایت پر بنسټ د بودیجوي واحدونو د غوښتنو پر بنا او همدارنګه له وجوو څخه د اکثري حد ګټې اخیستنې په موخه او د پیسو د نه لګښت (راکد) څخه د مخنیوي په موخه تر سره شوي دي. په معمولي توګه تعدیلات د ادارو د ستونزو د هواري او له مالي سرچینو څخه د ښې ګټې اخیستنې په موخه د قانوني پړاوونو له ترسره کېدو وروسته رامنځته کېږي.

مالیې وزارت د هیواد د مالي چارو د مسؤل په توګه د مالي چارو او عامه لګښتونو۴۶ مادې پر بنسټ د مالي کال په اوږدو او د مالي کال په پای کې لومړیتوب لرونکو پروژو ته د رسېدو او د لګښتونو د ښه مدیریت په موخه یو شمېر بودیجوي تعدیلات کابینې ته پیشنهاد او قانوني پړاوونه یې ترسره کړي دي. البته دغه تعدیلات د پیسو د نه لګښت، مرستو د دوام او د پروژو په وخت پلي کولو په موخه چې د کارموندنې او اقتصاد ښه کېدو سبب ګرځي، ترسره کېږي.

د ۱۳۹۸ مالي کال د بودیجې اجراء اصول پاڼې د ۳۴ او ۳۵ مادې له هدایت سره سم یو شمېر غیر اختیاري پروژې چې مالیې وزارت ته د بودیجې د زیاتېدو او تنقیص صلاحیت ورکوي، ترسره شوي دي.

همدا شان د مالي چارو او عامه لګښتونو ادارې قانون ۴۲ مادې پر بنسټ، د مالیې وزارت هر کال د مالي کال د منځنیو بررسي سند ترتیبوي، چې په یاد سند کې د پیسو د نه لګښت د مخنیوي، پروژو د بودیجې او هغه پروژې چې اجراآت یې ټیټ وي تنقیص او د هغوی نوی تخصیص هغو پروژو ته چې اجراآت یې ښه وي ور اضافه کېږي، چې البته دغه سند خپل قانوني پړاوونه چې هم هغه کابینه او پارلمان دي، ترسره کوي.

څنګه چې تاسو ته څرګنده ده، ملي بودیجه د بهرنیو چارو وزارت ، مالیې وزارت، اقتصاد وزارت، جمهوري ریاست چارو ادارې له باصلاحیته استازو جوړې شوې کمېټې او د بودیجوي واحدونو استازي، مدني ټولنو استازو لکه د ملي بودیجې غوښتونکي ډلې، د افغانستان د عامه مطالعاتو مؤسسې او د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ په حضور کې جوړېږي او د پروژې زیاتېدل او کمېدل د دې کمېټې له صلاحیتونو څخه دي. هغه پروژې چې د ۲ یا ۳ کلونو په اوږدو کې پلي نه شي، متقاضي اداره له قانع کوونکو دلایلو سره د بودیجې کمېټې ته د پروژې د دوام غوښتونکي کېږي.

له هغه ځایه چې تاسو ته معلومه ده، د پراختیایي پروژو تمویل د مرسته کوونکو له لوري ترسره کېږي، چې پلي کول یې د یو لړ خاصو شرایطو لرونکي دي. په همدې حال کې ځینې ستونزې د پروژې د نه پلي کېدو مخنیوی کوي، دا ډول په ګوته کوو:

۱- د تدارکاتو ټکني بهیر

۲- د پروژې د پلي کولو په سیمه کې امنیتي ستونزې

د بېلګې په توګه له دهراود تر ارزګان پوري د سړک جوړول، د امنیتي دلایلو له کبله پلی خو په وخت سره اجرا کول یې له ستونزو سره مخ شول او همدا شان د کابل حلقوي سړک د ځمکو د استملاک او په سروې او ډیزاین کې یې د ستونزو له کبله ښه نه دی روان. یوه بله بېلګه له سید کرم څخه تر تشنګ او لجه منګل پورې د سړک جوړول دي، له دې کبله چې بودیجوي ژمنه نه لري تر اوسه سروې او ډیزاین شوی نه دی او په تدارکاتو کې دی.

دغه هغه موارد دي، چې د پراختیایي پروژو د نه پلي کېدو سبب ګرځي او د مالي چارو او عامه لګښتونو قانون ۴۲ مادې پربنست د کال د منځنیو په بررسۍ کې یو شمېر وړ زیاتونې او تنقیصات د ادارو د لګښت د ظرفیت په اساس رامنځته کېږي.پروژو ته د سرچینو ځانګړي کول د پرمختګ د فیصدۍ پر بنسټ، مالیې وزارت د وروستي صلاحیت په توګه ترلاس لاندې نیولي دي.

پروژو ته د سرچینو ځانګړي کول د پرمختګ د فیصدۍ پر بنسټ، مالیې وزارت د وروستي صلاحیت په توګه ترلاس لاندي نیولي دي. چې د مالي کال په پای کې د نوي اختصاص (Reallocation) له پلي کولو وروسته د لګښتونو په سلنه کې د پام وړ ښه والی راغلی دی. که چېرته موږ د ۱۳۹۶ کال په پرتله په ۱۳۹۷ او ۱۳۹۸ او له دې وړاندي کلونو کې د بودیجې د اجرا سلنه وګورو، نو پوی به شو چې پیسې په خوځښت راغلي دي او نړیوالې ټولنې او مرسته کوونکو ته یې ډاډ ورکړی، چې حکومت یې د لګولو وړتیا لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۳۹۹/۸/۷ - ۱۲:۴۵
Background image

د مالیې وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د ایټالیا له نوي ټاکل شوي سفیر سره د پیژندنې ناسته وکړه

د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال نن د لړم میاشتې په ۶ مه نېټه د افغانستان لپاره د ایټالیا له نوي

چهارشنبه ۱۳۹۹/۸/۷ - ۱۲:۳۳
Background image

د ګمرکونو رتبې د تشو بستونو د ازموینو لپاره په شرایطو د برابرو نوماندانو نوملړ (شارټ لسټ) پروسه بشپړه شوه

د ګمرکونو رتبې د تشو بستونو د ازموینو لپاره په شرایطو د برابرو نوماندانو نوملړ مختصره پروسه (شارټ لسټ) د لړم میاشتې په ۶ مه نېټه

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۸/۶ - ۱۴:۱۳
Background image

د مالیې وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د ایټالیا له نوي ټاکل شوي سفیر سره د پیژندنې ناسته وکړه

محترم عبدالهادی ارغندیوال نامزد وزیر و سرپرست وزارت مالیه امروز مورخ ۶ عقرب ۱۳۹۹ با محترم ویتوریو سندالی

BACK TO NEWS