د افغانستان او ازبکستان تر منځ په لومړني بین الحکومتي کمېسیون کې دواړو لوریو د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو په زیاتوالي ټینګار وکړ

admin_mof
پنجشنبه ۱۳۹۸/۴/۲۷ - ۱۱:۷
خبر

د افغانستان او ازبکستان تر منځ لومړنی بین الحکومتي ګډ کمېسیون د چنګاښ میاشتې په ۲۶ مه نېټه د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پرفیسور محمد همایون قیومي او د ازبکستان د لومړي وزیر سلاکار ښاغلي نادر بیک آتاجانوف، په ګډه مشرۍ د دواړوهیوادونو د بیلابیلو دولتي ادارو د استازو په ګډون د ازبکستان پلازمېنه تاشکند کې جوړ شو.

خبر

په دې ناستو کې ګډو کاري ګروپونو د دوه اړخیزه اقتصادي او سوداګریزو اړیکو په لا ودې او پیاوړتیا، د ازبکستان له خاورې څخه د افغانستان د سوداګریزو توکو د لیږد لپاره د ترانزیټي ستونزو په حلولو، په اقتصادي او سوداګرۍ برخه کې د همکاریو د هغو هوکړه لیکونو په پلي کیدو چې پخوا د دواړو هیوادونو له لوري لاسلیک شوي وو، په ترانسپورټي، ریل پټلۍ او ترانزیټي دوه اړخیزو همکاریو، د ازبکستان له لوري افغان موټر چلوونکو ته د ویزو د ورکړې په اسانتیاوو، د تیر(TIR) سیستم له لارې د دواړو هیوادونو تر منځ د انتقالاتو حجم په زیاتولو، د ګمرکي اطلاعاتو د تبادلې په زیاتوالي، د کانونو، پترولیم، نفت او ګازو په برخه کې په همکاریو، د حکومت په حکومت میکانیزم له لارې د اوبلن ګازو په پیر او پلور، د الکترونیکي حکومتولۍ څخه د ګټې اخیستنې په ګډون په مخابراتي همکاریو، د برښنا انرژۍ، کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ په برخو کې په دوه اړخیزو همکاریو او د ازبکستان د پنبې پروسس د شرکتونو له لوري له افغانستان څخه د خامې پنبې په تورید بحث او مفصلې خبرې وکړې.

په پای کې د اقتصادي او سوداګرۍ همکاریو پروتوکول چې یاد شوي موضوعات په کې شامل وو، د دواړو هیوادونو د تخنیکي ټیمونو له لوري له نهایې کولو وروسته د افغانستان او ازبکستان له لوري لاسلیک شو.

خبر

د یادونې وړ ده چې د افغانستان او ازبکستان تر منځ دویم بین الحکومتي ګډ کمېسیون به په کابل کې جوړ شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۳۹۸/۶/۲ - ۱۴:۲۰
Background image

افغانستان او ازبکستان د اقتصادي، ترانزیټي او کلتوري دوه اړخیزو اړیکو په لا پراختیا او تعمیق ټینګار وکړ

د ازبکستان لومړي وزیر سلاکار ښاغلي نادربیک اتاجانوف په مشرۍ د یاد هیواد لوړپوړي پلاوي د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۵/۱۷ - ۸:۴۰
Background image

مالیې وزارت د اطلاع رسونې په برخه کې د دولت په کچه غوره مقام تر لاسه کړ

د دولتي ویب سایټونو د ارزونې سروې له مخې چې په دې وروستیو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون له لوري تر سره شوې ده، مالیې وزارت د اطلاع رسونې په برخه کې د دولت په کچه غوره مقام تر لاسه کړ.. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۵/۱۵ - ۱۶:۲
Background image

د اقتصادي، سوداګریزو، زیربنایې چارو، سولې او ټیکاو په محوریت د افغانستان او منځنۍ اسیا د پنځو هیوادونو تر منځ ګډه اعلامیه

د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، نن د زمري میاشتې په ۱۵ مه نېټه د اقتصادي، سوداګریزو، زیربنایې چارو، سولې او. . .

BACK TO NEWS