د افغانستان بانک مشرتابه او غړو، ښاغلو مېلمنو او ښاغلو حاضرینو!
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته؛
لومړی دي تاسو ټولو ته روژه مبارکه نېکمرغه وي او الله تعالی دي وکړي، چي عبادتونه مو د الله په عظیم حضور کي قبول وګرځي.
ډېرو قدرمنو حاضرینو! په سر کي غواړم د مخکنۍ دندي په تړاو یو څو لنډې خبري ولرم.
د اسلامي امارت له بیا حاکمیت څخه تر نن ورځي پوري زه د افغانستان د یوه اساسي او کلیدي ارګان د خادم په توګه د ملت په خدمت او د بیت المال مسؤل وم. په دغه څه باندي یوه کال کي مو د زړه له تله او بې ستړیا هلي ځلي کولې چي دا هیواد کم تر کمه په خپلو شتمنیو، خپلي بودیجې او خپلو عوایدو بډایه سي او په بودیجه کي هیڅ چا ته اړ نه سو. خو الحمدالله تر ډېره بریده دا کار وسو او بودیجه مو خپلواکه کړه.
د عوایدو را ټولولو په برخه کي مو بشپړي روڼتیا ته ځانونه ژمن وبلل، چي الحمدالله په دې برخه کي هم بریالي سوو او تر خپل ټاکلي هدف لوړ ولاړو او د افغانستان په تاریخ کي مو له ګمرکونو څخه (۱۰۰) میلیارده افغانۍ شفاف عواید راټول کړل، چي تېر نظامونه په دې نه وه توانېدلي.
د تېر یوه کال او مخکي دریو میاشتو بودیجې د چمتو کولو او تطبیق ترڅنګ مو په پوره وړتیا سره د ۱۴۰۲ کال ملي بودیجه هم په نړیوالو معیارونو ترتیب، د وزیرانو شورا له خوا تائید او د توشیح لپاره مو د افغانستان اسلامي امارت (زعیم امیرالمؤمنین شیخ هبة الله اخندزاده حفظه الله) ته واستوله. ترڅنګ ئې د مالیې وزارت د برېښنایي حکومتولۍ، سیسټمونو فعالولو، عصري ګمرکونو، سپما، د زرګونه دولتي مامورینو د معاشونو ورکړه، سوداګریزي اسانتیاوي، د مالیاتي جریمو معافیت، پر اصنافو د مالیاتي نورم ټیټول او دې ته ورته یو شمېر نور پرمختګونه تجربه کړي، چي د ټولو یادول به وخت ونیسي، غواړو راتلونکو مسؤلینو ته ئې پرېږدو.
غواړم د افغانستان بانک له ادرس څخه تاسو ته ووایم چي، د افغانستان بانک ته زما راتګ هم د افغانستان اسلامي امارت د رهبرۍ په پرېکړه ترسره سو. دا څرګنده ده چي په نظامونو کي تغیر او تبدیل سره له دې چي یو اصل دئ، بلکه د فکرونو د تبادلې او د نوښتونو د رامنځته کولو په برخه کي هم یوه غوره تګلاره ده.
بانک د هر هيواد د پولي سیاست د تطبیق او د هغه څخه د څارني یوازینۍ مرجع ده. زموږ پولي واحد افغانۍ ده او د بهرنیو اسعارو په مقابل کي کنټرول به ئې له اقتصادي غوښتنو سره سم زموږ اساسي هدف وي، غواړو د شرعي اصولو په رڼا کي ملت ته بانکي خدمتونه وړاندي کړو. موږ غواړو چي خپل اساسي او شرعي هدف ته په رسېدو کي اړوندي ادارې سره همکاره سي. بله اساسي موخه مو د افغانستان هغه کنګل سوې شتمني آزادول دي، چي د ملت هیلي پرې تړلي دي او په دې برخه کي به نړیوالو اصولو او له داخلي اړتیاوو سره سم اړین اقدامات ترسره کړو.
تر ټولو اړینه دا ده، چي د اوسنیو شرایطو او معیارونو مطابق به د بانکونو نظارت ترسره کيږي او موږ به د هغو بانکونو د ملاتړ برخه یو، چي تر فشار لاندي دي.
همدارنګه موږ به پولي سیاست او مالي سیاست سره همغږی کوو او پر مخ به ځو، زموږ او ستاسو په ګډه همکارۍ به د افغانستان بانکي نظام ته اسانتیاوي او عصري ټکنالوژي رامنځته کړو، چي په دې معیارونو به له ټولي نړۍ سره سیالي وکړای سو.
په پای کي؛ د افغانستان بانک له مخکني رئیس صاحب څخه هم د زړه له تله مننه کوو، چي د بانک د پرمختګ او له سیاسي بدلونه وروسته ئې د افغانیو د ثبات لپاره نه ستړي کېدونکي هلي ځلي وکړې. هیله ده چي زما په راتګ او ستاسو په همکارۍ او ملتیا سره د افغانستان بانک نور هم د ښېرازۍ په لوري ګامونه پورته کړي.
له پاملرني مو مننه!