د افغانستان بانک مشرتابه او غړو، ښاغلو مېلمنو او ښاغلو حاضرینو!

admin_mof
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۶ - ۱۰:۲۷

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته؛

لومړی دي تاسو ټولو ته روژه مبارکه نېکمرغه وي او الله تعالی دي وکړي، چي عبادتونه مو د الله په عظیم حضور کي قبول وګرځي.

ډېرو قدرمنو حاضرینو!   په سر کي غواړم د مخکنۍ دندي په تړاو یو څو لنډې خبري ولرم.

د اسلامي امارت له بیا حاکمیت څخه تر نن ورځي پوري زه د افغانستان د یوه اساسي او کلیدي ارګان د خادم په توګه د ملت په خدمت او د بیت المال مسؤل وم. په دغه څه باندي یوه کال کي مو د زړه له تله او بې ستړیا هلي ځلي کولې چي دا هیواد کم تر کمه په خپلو شتمنیو، خپلي بودیجې او خپلو عوایدو بډایه سي او په بودیجه کي هیڅ چا ته اړ نه سو. خو الحمدالله تر ډېره بریده دا کار وسو او بودیجه مو خپلواکه کړه.

د عوایدو را ټولولو په برخه کي مو بشپړي روڼتیا ته ځانونه ژمن وبلل، چي الحمدالله په دې برخه کي هم بریالي سوو او تر خپل ټاکلي هدف لوړ ولاړو او د افغانستان په تاریخ کي مو له ګمرکونو څخه (۱۰۰) میلیارده افغانۍ شفاف عواید راټول کړل، چي تېر نظامونه په دې نه وه توانېدلي.

د تېر یوه کال او مخکي دریو میاشتو بودیجې د چمتو کولو او تطبیق ترڅنګ مو په پوره وړتیا سره د ۱۴۰۲ کال ملي بودیجه هم په نړیوالو معیارونو ترتیب، د وزیرانو شورا له خوا تائید او د توشیح لپاره مو د افغانستان اسلامي امارت (زعیم امیرالمؤمنین شیخ هبة الله اخندزاده حفظه الله) ته واستوله. ترڅنګ ئې د مالیې وزارت د برېښنایي حکومتولۍ، سیسټمونو فعالولو، عصري ګمرکونو، سپما، د زرګونه دولتي مامورینو د معاشونو ورکړه، سوداګریزي اسانتیاوي، د مالیاتي جریمو معافیت، پر اصنافو د مالیاتي نورم ټیټول او دې ته ورته یو شمېر نور پرمختګونه تجربه کړي، چي د ټولو یادول به وخت ونیسي، غواړو راتلونکو مسؤلینو ته ئې پرېږدو.

غواړم د افغانستان بانک له ادرس څخه تاسو ته ووایم چي، د افغانستان بانک ته زما راتګ هم د افغانستان اسلامي امارت د رهبرۍ په پرېکړه ترسره سو. دا څرګنده ده چي په نظامونو کي تغیر او تبدیل سره له دې چي یو اصل دئ، بلکه د فکرونو د تبادلې او د نوښتونو د رامنځته کولو په برخه کي هم یوه غوره تګلاره ده.

بانک د هر هيواد د پولي سیاست د تطبیق او د هغه څخه د څارني یوازینۍ مرجع ده. زموږ پولي واحد افغانۍ ده او د بهرنیو اسعارو په مقابل کي کنټرول به ئې له اقتصادي غوښتنو سره سم زموږ اساسي هدف وي، غواړو د شرعي اصولو په رڼا کي ملت ته بانکي خدمتونه وړاندي کړو. موږ غواړو چي خپل اساسي او شرعي هدف ته په رسېدو کي اړوندي ادارې سره همکاره سي. بله اساسي موخه مو د افغانستان هغه کنګل سوې شتمني آزادول دي، چي د ملت هیلي پرې تړلي دي او په دې برخه کي به نړیوالو اصولو او له داخلي اړتیاوو سره سم اړین اقدامات ترسره کړو.

تر ټولو اړینه دا ده، چي د اوسنیو شرایطو او معیارونو مطابق به د بانکونو نظارت ترسره کيږي او موږ به د هغو بانکونو د ملاتړ برخه یو، چي تر فشار لاندي دي.

همدارنګه موږ به پولي سیاست او مالي سیاست سره همغږی کوو او پر مخ به ځو،  زموږ او ستاسو په ګډه همکارۍ به د افغانستان بانکي نظام ته اسانتیاوي او عصري ټکنالوژي رامنځته کړو، چي په دې معیارونو به له ټولي نړۍ سره سیالي وکړای سو.

په پای کي؛ د افغانستان بانک له مخکني رئیس صاحب څخه هم د زړه له تله مننه کوو، چي د بانک د پرمختګ او له سیاسي بدلونه وروسته ئې د افغانیو د ثبات لپاره نه ستړي کېدونکي هلي ځلي وکړې.  هیله ده چي زما په راتګ او ستاسو په همکارۍ او ملتیا  سره د افغانستان بانک نور هم د ښېرازۍ په لوري ګامونه پورته کړي.  

 له پاملرني مو مننه!

اعلامیه هاهمه اعلامیه ها

پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۴ - ۱۰:۲۲
Background image
شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۲ - ۱۵:۲۷
Background image

اطلاعیه ریاست عمومی گمرکات به شرکت های تجارتی و فابریکات صنعتی

بر بنیاد حکم رهبری امارت اسلامی افغانستان تمام شرکت ها مکلف اند تا اموال تجارتی خویش در گمرکات توسط نماینده رسمی طی مراحل نمایند. همچنان بر اساس همین حکم یک نفر میتواند که نماینده سه . . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۷ - ۸:۴۲
Background image

اطلاعیه شرکت دولتی نفت و گاز افغانستان در رابطه به شارت لیست متقاضیان ۱۳۳ بست

شرکت دولتی نفت و گاز افغانستان مربوط وزارت مالیه، قبلاً به تعداد (۱۳۳) بست های مختلف خویش را جهت جذب و استخدام افراد مسلکی و مجرب از طریق