د افغانستان د بیا رغونې صندوق د مشرتابه پلاوي د کمیټې کلنۍ غونډه ترسره شوه

admin_mof
چهارشنبه ۱۳۹۹/۶/۱۲ - ۲۰:۵۰
خبر

د ۱۳۹۹ د وږي ۱۲ نېټه ـــ د افغانستان بیا رغونې صندوق د مشرتابه کمیټې  د افغانستان دولت د ملي بودیجې تر ټولو لویې نړیوالې تمویلوونکې سرچینې په توګه چې نړیوال بانک یې مدیریت کوي، نن خپله کلنۍ غونډه ترسره کړه. دا غونډه د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال او د افغانستان لپاره د نړیوال بانک ريیس ښاغلي هینري کرالي په ګډه مشرۍ د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شوه.

په دې غونډه کې د مرستندویو هېوادونو سفیرانو او د نړیوالو تمویلوونکو ادارو استازو د افغانستان دولت د پراختیايي پروګرامونو د ملاتړ د دوام لپاره د افغانستان د بیارغونې صندوق د رول په اړه بحث او د نظرونه تبادله وکړه. د دې کمیټې د رهبرۍ غړو پر دې سربېره چې په ۱۳۹۷ -۱۳۹۹ کلونو کې د افغانستان د بیارغونې صندوق د مالي ستراتیژۍ د پرمختګ بهیر یې وڅېړه، پر دې باندې یې هم بحث وکړ چې تر ۱۳۹۹ کال وروسته زماني مودې لپاره د دې صندوق د مالي همکاریو پروګرام د چوکاټ له لارې مالي مرستې څنګه برابرې کړي. د افغانستان حکومت د افغانستان د بیارغونې صندوق په مرسته له نړیوالو همکارانو سره په نږدې همغږۍ او مشارکت سره تل هڅه کوي چې د بېوزلۍ کچې د راکمولو، د اساسي خدمتونو وړاندې کولو، د عامه او ملکي پروګرامونو لپاره د عادي بودیجې د تأمینولو او د اساسي اصلاحاتو د عملي کولو لپاره لازمې چارې طرحه او عملي کړي.

خبر

د مالیې وزارت سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال، د غونډې ګډونوالو ته په خطاب کې وویل: " موږ د افغانستان د بیارغونې صندوق او د نړیوالو تمویلوونکو هېوادونو د هغو مالي او تخینکي مرستو په خاطر مننه کوو چې د کوویډـ۱۹ ناروغۍ له خپرېدو سره د مقابلې لپاره یې د افغانستان دولت د اړتیاوو پوره کولو لپاره کړې وې. موږ په تېره بیا، ستاسو د سخاوت، هلو ځلو او ژمنې په خاطرچې په دې بیړني او سخت حالت کې مو د افغانستان خلکو د ملاتړ لپاره ترسره کړي دي، د زړه له کومي مننه کوو. د کوویډ-۱۹ له بحران سره د مقابلې په برخه کې ستاسو بې دریغه مرستې او ملاتړ سبب شول چې افغانستان د دې ناروغۍ د لا زیاتې خپرېدا د مخنیوي او د دې نړیوال روغتیایې بحران د مقابلې لپاره لا وچت ګامونه پورته کړي. موږ د نړیوال بانک ګروپ څخه هم مننه کوو چې د افغان ټولنې او کورنیو سره د مرستې پروژې، د کوویډ-۱۹ ناروغۍ سره د بیړنۍ مقابلې د چمتووالي او د افغانستان روغتیایې نظام د پیاوړي کولو پروژې، د کرنې او د غذايي خوندیتوب د بېړنۍ پروژې د تمویل لپاره یې مالي ملاتړ برابر کړی دی. "

د افغانستان لپاره د نړیوال بانک رییس ښاغلي هینري کرالي وویل:" په داسې حال کې چې افغانستان د کوویډ-۱۹ په پانډیمۍ پسې له خورا سختو سیاسي او اقتصادي شرایطو سره مخ دی، د افغانستان د بیارغونې صندوق د وړیا مالي مرستو د برابرولو له لارې هڅه کړې ده چې د خدمتونو وړاندې کولو بهیر د دوام او د پراختیايي موخو د غځولو په برخه کې د افغانستان له دولت سره مستمره همکاري او ملاتړ وکړي. د افغانستان د بیارغاونې صندوق د افغانستان دولت د عادي او پراختیایې بودیجې تر ټولو لویه تمویلوونکې سرچینه ده چې نړیوال بانک یې مدیریت کوي. نړیوال بانک له خپلو نړیوالو شریکانو سره کار کوي چې په راتلونکې کې د افغانستان دولت او خلکو د دوامداره ملاتړ په اړه ډاډ حاصل شي.

خبر

یادې کمیټې له ۲۰۲۰ کال وروسته د افغانستان د بیارغونې صندوق لومړیتوبونه، د دې صندوق د مالي همکاریو پروګرام له چوکاټ سره سم، و ارزول او بحث یې ورباندې وکړ او د مالي همکاریو په پروګرام کې یې کلني بدلونونه منظور کړل. د کمیټې غړو د افغانستان د بیارغونې صندوق د ملاتړ او همکارۍ د دوام او د هغو پروژو د مؤثریت زیاتولو په اړه چې دا صندوق یې تمویلوي، ژمنې وکړې.

******

د افغانستان د بیارغونې صندوق په اړه:

د افغانستان د بیارغونې صندوق د افغانستان لپاره د مالي مرستو تر ټولو مهمه او معتبره سرچینه ده چې نړیوال بانک یې د ۳۴ نړیوالو تمویلوونکو او د نړیوالو سازمانونو په استازیتوب مدیریت کوي. دا صندوق د پراختیايي پروګرامونو د مخ ته وړلو او د اصلاحاتي لومړیتوبونو د تطبیق لپاره مالي مرستې نېغ په نېغه د افغانستان ملي بودیجې ته برابروي او د افغانستان دولت تر ټولو لوی تمویلوونکی ګڼل کېږي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۲:۳۸
Background image

د مالیې وزیر د عزیزي ګروپ له استازو سره وکتل

د کب ۲۶مه ۱۴۰۴ه۔ل

د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند د دغه وزارت په مقام کي د عزیزي ګروپ له استازو سره وليدل. 
د دې لیدني په ترڅ کي د دواړو لوریو ترمنځ د غوره همغږۍ په موخه د عزیزي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۵۰
Background image

په ۱۴۰۴ کال کي د هیواد ګمرکي چارو (۱۲) سلنه پرمختګ کړی دئ

د کب۲۶مه ۱۴۰۴هـ.ل 
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد په مشرۍ د روان (۱۴۰۴) هـ.ل کال کي په ګمرکونو کي د ترسره سويو چارو د تخنیکي ارزوني ناسته پر لیکه او حضوري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۳:۹
Background image

د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د دې وزارت له کارکونکو څخه دیني او عقیدوي ازموینه ترسره سوه

د کب۲۰ مه، ۱۴۰۴ هـ.ل
د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست، د امر بالمعرف، نهی عن المنکر او د شکایتونو آوریدلو د مقام د حکم پر بنسټ، د دې وزارت له کارکونکو څخه د کارکونکو د دینی زدکړو د. . .

BACK TO NEWS