د افغانستان د بیا رغونې وجهي صندوق میاشتنۍ ناسته ترسره شوه

admin_mof
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۳۰ - ۱۲:۱۷
خبر

د افغانستان د بیارغونې وجهي صندوق ناسته د سلواغې میاشتې په ۲۹ مه نېټه د مالیې وزارت او نړیوال بانک په ګډه مشرۍ ترسره شوه .

په دغه ناسته کې د مالیې وزارت مالي مرستیال ښاغلي عبدالحبیب ځدران ، د نړیوال بانک او د افغانستان د بیارغونې وجهي صندوق د تمویلونکو استازو ګډون کړی و، په دغه ناسته کې د افغانستان د بودیجې تمویل لپاره د یاد صندوق په کلنۍ کمکي بستې، د دوه اړخیزو ژمنو په پلي کولو، د یاد صندوق اوسنی مالي وضعیت او د افغانستان د بیا رغونې وجهي صندوق سره د تمویلونکو په راتلونکو مرسته او یو شمېر نورو اړوندو مسائلو په اړه بحث او خبرې وشوې .

خبر

د یادونې وړ ده چې د افغانستان د بیا رغونې وجهي صندوق میاشتنۍ ناستو موخه د نویو پرګرامونو ، موجوده ستونزو او مالي وضعیت په اړه بحث دی .

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۸ - ۱۵:۶
Background image

د چارو د لا همغږۍ او پرمختګ په موخه د اداري معینیت د رهبرۍ درېیمه ناسته وسوه

د مرغومي ۱۸مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د اداري معین مولوي دوست محمد مخلص په مشرۍ، په روان (۱۴۴۷) هـ.ق کال کي د اداري معینیت د رهبرۍ درېیمه ناسته د اړوندو رئیسانو په ګډون د دغه معینیت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۱۵:۳
Background image

د سپین بولدک په ګمرک کي (۲۳۵۰) کارټنه قاچاقي او بې کیفیته درمل وسوځول سول

د مرغومي ۱۷مه ۱۴۰۴هـ.ل

د کندهار ولایت د سپین بولدک په ګمرک کي (۲۳۵۰) کارټنه د خورا ښکته کیفیته لرونکي درمل، چي په قاچاقي لارو افغانستان ته راوړل سوي ول، د محکمې د حکم له مخي د کندهار. . .

BACK TO NEWS