د افغانستان پر ترانزیټي اموالو د وضع سوو محدودیتونو په اړه د مالیې وزارت اعلامیه

admin_mof

په دې وروستیو کي د ګاونډي هیواد پاکستان له لوري د ترانزیټ د نړیوالو اصولو خلاف د افغانستان پر ټرانزیټي اموالو یو لړ محدودیتونه لګېدلي، چي افغان سوداګر یې له ستونزو سره مخ کړي دي.
د افغانستان مالیې وزارت د ترانزیټ په برخه کي سوداګرو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه له مبداء ګمرک څخه تر مقصد ګمرک پوري زماني معیاد له (پنځه ورځو څخه لس ورځو) ته زیات کړی، مالي جریمې معاف سوي او د هیواد ټولو ګمرکونو ته هدایت سوی، چي د ترانزیټي اموالو ګمرکي طي مراحلو ته لومړيتوب ورکړي.
د افغانستان اسلامي امارت د مالیې وزارت له ګاونډي هیواد پاکستان څخه د نړیوالو ترانزیټي اصولو له مخي غواړي تر څو د افغانستان ترانزیټي اموالو سره ورته عمل وکړي او د محدودیتونو د وضعه کولو پر ځای د اسانتیاوو د رامنځته کولو هڅي وکړي تر څو د نړیوالو اصولو او ښه ګاونډيتوب په فضاء کي دواړه هیوادونه مثبتي سوداګریزي اړیکي ولري.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!

د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

وروستي اعلانونه

Back to announcements