د اقتصادي معاونیت له کارکوونکو سره د اصلاحي موضوعات په تړاو ناسته وسوه
د سلواغې۷مه ۱۴۰۴هـ.ل
د امربالمعروف نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د دعوت او ارشاد د چارو سمون لوی ریاست د ۵۷۹/۳۶۹ ګڼي او (۱۴۴۷/۷/۲۰) نېټې رسمي مکتوب او شفاهي هدایت له مخي د دعوت او ارشاد محترم رئيس مولوي عبدالهادي سیف الخالد او ورسره مل پلاوي د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت له کارکوونکو سره وکتل.
په دې لیدنه کي د یاد معاونیت کارکوونکي د سیرت او صورت له اړخه مثبت و ارزول سول او سربېره پر دې هغوی ته د دعوت او ارشاد د اهمیت، د آمرینو د اطاعت، فضیلت او د بې اطاعتۍ د زیانونو په تړاو اړیني سپارښتني وسوې او اصلاحي بیان هم وړاندي سو.
د یادوني وړ ده، چي د اروزني یاده پروسه په ټولو امارتي ادارو کي روانه ده، چي په دې بهیر کي د مالیې له وزارت څخه ټاکل سوي پلاوي د تېري اونۍ په لړ کي له بهرنیو چارو وزارت څخه لیدنه کړې وه.
