د اقتصادي وزارتونو او ادارو پر کړنو د څار کمېټې لومړنۍ ناسته وکړه!

د تلي ۲۴مه ۱۴۰۴ هـ.ل
د افغانستان اسلامي امارت د اقتصادي کمېسیون د پرېکړي او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) په منظورۍ د اقتصادي وزارتونو او ادارو پر کړنو د څار کمېټه جوړه سوې ده.
د یادي کمیټې لومړنۍ ناسته د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ او د اقتصادي وزارتونو او ادارو د با صلاحیته استازو په ګډون د یاد معینیت د غونډو په تالار کي جوړه سوه.
په دې ناسته کي په اړوندو ادارو کي هیوادوالو ته د لا ډېرو اسانتیاوو پر رامنځته کولو، د کارونو د ځنډ څخه د مخنیوي پر لارو چارو، د مراجعینو له پاره د لازمو لارښودونو پر جوړولو او د شته ستونزو پر حلولو خبري وسوې او د اړوندو ادارو ترمنځ د لا ښې همغږۍ او د هیوادوالو د ستونزو د حل په برخه کي د کمیټې ناستي مهمې وبلل سوې.
په پای کي د اړوندو وزارتونو او ادارو څخه د ګډي تخنیکي کمېټې د جوړولو پرېکړه وسوه، څو یاد موضوعات وڅیړي او راپور ئې راتلونکي ناستي ته وړاندي کړي.