د اقینې ګمرک د احاطې دېوال او ټاورونو د جوړولو پروژې له چارو څخه څارنه وسوه!
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د شاوخوا (۲۸۳) جریبه ځمکه باندي د اقینې ګمرک د احاطې دېوال او ټاورونو جوړولو پروژې چاري دا مهال په چټکۍ سره رواني دي.
د یادې پروژې له رغنیزو چارو څخه تېره ورځ د یاد ګمرک رئیس او له پلازمېني کابل څخه تللي تخنیکي ټیم له نږدې کتنه او څارنه وکړه؛ تر څو دغه پروژه له نقشې او پلان سره سم پلي سي.
پر یادي پروژې شاوخوا (۴۶) میلیونه افغانۍ لګښت راځي، چي د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کېږي او رغنیزي چاري ئې هم د یوه افغاني شرکت له لوري تر سره کېږي.
د یادي پروژې چاري د روان (۱۴۰۳) هـ.ل کال د زمري په میاشت کي پیل سوې او د راتلوونکي کال په لومړۍ ربعه کي به پای ته ورسېږي، چي په جوړېدو سره به ئې د ګمرک کارکوونکو او سوداګرو ته د خوندیتوب په برخه کي زیاتي اسانتیاوي برابري سي.