د بلخ ولایت د نائب اباد په ګمرک کي د سایوان جوړولو پروژې چاري په چټکۍ سره رواني دي!

د غویي ۲۱مه ۱۴۰۴ هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د بلخ ولایت د څلورم پورټ (نائب اباد) په ګمرک کي د (۳۰،۵) میلیونه افغانیو په ارزښت د سوداګریزو توکو د تشرېح له پاره د سایوان جوړولو پروژې رغنیزي چاري (۸۵٪) بشپړي سوي دي.
دغه ستر سایوان (۳۵۰) متره اوږدوالی او (۲۳) متره پلنوالی لري، چي د چارو په بشپړېدو سره به ئې د ګمرکي تشرېح پر مهال د سوداګریزو توکو د خوندیتوب په برخه کي سوداګرو او د ګمرک کارکوونکو ته ګڼي اسانتیاوي رامنځته سي.
د یادي پروژې لګښت د مالیې وزارت له پراختیایي بوديجې څخه ورکول کېږي او چاري ئې هم د یوه افغاني شرکت له لوري پرمخ وړل کېږي.