د بلخ ولایت په نائب اباد ګمرک کي د (۳۰،۵) میلیونه افغانیو په ارزښت د سایوان جوړولو پروژه پیل سوه!

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۴ - ۱۳:۴۹
..............

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د بلخ ولایت د څلورم پورټ (نائب اباد) په ګمرک کي د (۳۰،۵) میلیونه افغانیو په ارزښت د سوداګریزو توکو د تشرېح له پاره د سایوان جوړولو پروژه پیل سوه.
د دې پروژې په پلي کېدو سره به د ګمرکي تشرېح پر مهال د سوداګریزو توکو د خوندیتوب په برخه کي سوداګرو او د ګمرک کارکوونکو ته ګڼي اسانتیاوي رامنځته سي.
د یادي پروژې لګښت د مالیې وزارت له پراختیایي بوديجې څخه ورکول کېږي او چاري به ئې تر راتلونکو (۱۰) میاشتو پوري بشپړي سي.
د یادوني وړ ده، چي د مالیې وزارت له خپلي پراختیایي بودیجې څخه له دې وړاندي هم، په ګڼو ګمرکونو کي پراختیایي پروژې پلي کړي دي او ځیني ئې د پلي کېدو په حال کي دي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۳:۲۷
Background image

د اداري معینیت د رهبرۍ ناسته کې پر مهمو موضوعاتو خبرې وشوې

د زمري۱۴مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د اداري معین مولوي دوست محمد مخلص په مشرۍ، په (۱۴۴۸) هـ.ق کال کې د اداري معینیت د رهبرۍ لومړۍ ناسته د اړوندو رئیسانو په ګډون د دغه معینیت د غونډو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۵:۴۹
Background image

د دفاع وزارت د سرمفتشیت کارکوونکو لپاره دایر شوی روزنیز پروګرام پای ته ورسېد

د زمري۱۳مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټنې لوی ریاست له لوري د دفاع وزارت د سرمفتشیت کارکوونکو لپاره د پلټنې په تړاو یو میاشتنی تخصصي روزنیز پروګرام په بریالیتوب پای ته ورسېد.
په. . .

BACK TO NEWS