د بیمې فعالین

د افغان ملی بیمې شرکت

د افغان ملی بیمې شرکت چې په ۱۳۴۳ کال کې تاسیس شوی، په هیواد کې لومرئ او تر ټولو تجربه لرونکې شرکت دی، چی د نیمې پیړۍ راهیسی هیوادوال او خصوصي سکتور ته بیمو چارو کې خدمتونه وړاندې کوي. د افغان ملی بیمې شرکت په ټوله معني یو دولتي شرکت چې د بیمو چارو کې عالي او مسلکي خدمتونو ته ژمن دی. د افغان ملي شرکت دولت کې دننه یو عایداتي شرکت دی چې د افغانستان دولت ته هر کال په دوه جهتونو کې ښه ګټې وړاندې کوي. اول جهت یې په هیواد کې د بیمې خدمتونه دی او دویم یې دولت ته کورني عواید په لوړولو کې ګټه رسوي. یاد شرکت سره د بیمه شوی جایدادونو ارزښت څه باندې درې ملیارده (۳.۰۰۰.۰۰۰.۰۰۰) افغاني ته رسیدلی، چې حیاتي او صحي بیمې د پورتني امر خڅه مستثنی دی. د اففان ملي بیمې شرکت  د یوه ارزانه، اغیزناکه، واضح او شفاف پالیسي سره د سوداګرۍ، تحصیل او آسانه ژوند کولو په مقصد هیوادوالو ته خدمتونه وړاندې کوي. په اوسني وخت کې یاد شرکت لس (۱۰) ډوله بیمې قراردادونه وړاندې کوي.

د افغان ملي بیمې شرکت لاندې خدمتونه وړاندې کوي:

د وسایطو جامع بیمه

د وسایطو دریم شخص بیمه

د سفر بیمه

د اور بیمه

هوایي بیمه

د سوداګری بیمه

د شخصي حادثاتو بیمه

د متعلمینو او محصلینو بیمه

د کارکوونکو بیمه

د پروژې د مسئوولیت بیمه

د اړیکې شمیره:

0744444443 , 0766777365 :تلیفون 

ایمیل:  info@anic.gov.af

ویب سایت: www.anic.gov.af

آدرس: شش درک ګولای، کابل- افغانستان

 بیمې شرکت ICA

 د ICA بیمې شرکت په ۲۰۰۷ کال کې خپل فعالیت پیل کړ. یاد شرکت  یوه تجربه لرونکې او حرفوي  کارکوونکي لري چي د سوداګري ساتلو په نظرکې نیولو سره پیرودونکي ته خدمات وړاندې کوي. د( ICA) شرکت خپل يیرودونکي  ته مختلف سوداګرې بیمې وړاندې کوي او د یاد شرکت  بیمې خدمتونه  د نړیوال استندردونو سره برابر وړاندې کیږي. دغه شرکت د تاسیس پیل راهیسې د( IFRS)   قانون سره سم تفتیش کیږي، چې یو نړیوال پیژندل شوی پروسه ده.  ICA په دی باور لري چې د ارزانه او مناسبه قیمت لرونکې پالیسي سره کولای شي د پیروندوکو غوښتنو ته ځواب ووایی.

 بیمې شرکت لاندې خدمتونه وړاندې کوي:ICA

هوایي چلند بیمه

د بانکدارۍ بیمه

د سوداګرې تاوان بیمه

د سوداګري اموالو بیمه

صحی بیمه

د تروریسم او سیاسي بیمه

د ملکیتونو بیمه

د سفر بیمه

د حادثاتو بیمه

د معدن، ساختمان او انجینیري بیمه

د اړیکې شمیره:

0729626666  :تلیفون

ایمیل: info@icaaf.com

ویب سایت: www.icaaf.com

آدرس: حکیم ناصر خسرو بلخي تعمیر سرسبزی څلورلاری تایمنی، کابل، افغانستان

د افغان ګلوبل بیمې شرکت

د افغان ګلوبل بیمې شرکت په ۲۰۱۰ کال کې تاسیس شوې او بیمې چلرو کې یو له هغو شرکتونو خڅه دی چې څه باندې ۵۰ زره پیرودونکي په هیواد کې لري. یاد شرکت ۴۰ کارکوونکي او دوه نمایندګې ګانې په فراه او هرات ولایتونو کې لري. د افغان ګلوبل بیمې شرکت مختلف خدمتونه هیوادوالو ته وړاندې کوي او شپږ کاله کیږي چې هیوادوالو ته د خدمت کولو تجربه لري چې په ۲۰۱۵ کال کې د جی اف ام  لخوا یو له هغو شرکتونو خڅه وشمیرل شو چې پرمختګ حالت کې دی.

د افغان ګلوبل بیمې شرکت لاندې خدمتونه وړاندې کوي:

د هوانوردی بیمه

مالي او بانکداری بیمه

مسئوولیت او تجارتي بیمه

 بیمهDBA            

کارکمارونکی بیمه

حرفوي تاوان ورکولو بیمه

دریم شخص بیمه

د کاذکوونکو بیمه

د سفر بیمه

ګروپي حادثاتو بیمه

ګروپي صحی بیمه

اختطاف بیمه

د سوداګری اموالو بیمه

د اور او مالکیت بیمه

د موټر بیمه

د ماشین بیمه

د اړیکې شمیره:

 تلیفون: 0202204420, 0708744444

ایمیل: info@afghanglobalinsurance.com

ویب سایت: www.afghanglobalinsurance.com

آدرس: د وزیر اکبرخان دیارلسم سرک، جامع جومات ته مخامخ، کابل، افغانستان

۴. اسکای نړیوال بیمې شرکت

د اسکای نړیوال بیمې شرکت په ۲۰۱۶ کال کې د بیمو او تکافل چارو لوی ریاست لخوا خپل د فعالیت جواز لاس ته راوړ، چې د تاسیس راهیسې د غیر عمري بیمې خدمتونه هیوادوالو ته وړاندې کوي. یاد شرکت یو د هغو شرکتونو څخه شمیرل کیږي چې مسئوولیت ساحه یې محدود دی. د اسکای نړیوال شرکت د بیمې چارو اړوند مختلف پالیسي ګانې پیرودونکي ته وړاندې کوي چې د ملي او نړیوال اقتصاد په پراختیا او وده کې خاص رول لري، همدارنګه مالیات د دولت حساب ته ورکوي. یاد شرکت د پیل راهیسې د عوایدو له نظره ورو پرمختګ کړی دی.

د اسکای نړیوال بیمې شرکت لاندې خدمتونه وړاندې کوي:

د سفر بیمه

د مسئوولیت بیمه

د اور بیمه

د هوانوردی بیمه

موثره بیمه

د سوداګری اموالو بیمه

د صحي ګروپي  بیمه

د حادثاتو ګروپي بیمه

د کارکوونکي د تاوان بیمه

د موټر بیمه

 بیمهDBA

BBB بیمه

 

د اړیکې شمیره:

 020221366 :تلیفون 

ایمیل: info@skyint.insure

آدرس:دوهم سرک د قلعه فتح الله، د کور نمبر: 547

صدرا بیمې شرکت

د صدرا بیمې شرکت په هیواد کې  یو له هغه خصوصي شرکتونو خڅه دی چې په ۱۳۹۷ کال کې  په ثبت مالکیت های فکري اداره کې  د بیمې او تکافل چارو لوی ریاست موافقې وروسته ثبت او راجستر شو. د یاد شرکت غړي حقیقي یا غیر دولتي دی، چې د نوې ابتکار او د فني وسایلو خڅه په ګټې اخیستنې سره او د نړیوال ساختار خڅه د استفادې، قصد لري تر څو سنتي ساختارونو ته تغییر ورکړي او په هیواد کې د بیمې صنعت ثابت پرمختګ وګړي، همدارنګه د نوښتونو او نوې مفکورې سره وکولای شي د ټولنې غوښتنې ته ځواب ووايي.

د صدرا بیمې شرکت لاندې خدمتونه وړاندې کوي:

صحي بیمه

حادثاتو بیمه

د دریم شخص مسئوولیت بیمه

د سفر بیمه

د اور بیمه

د موټر بیمه

د حرفوي مسئوولیت بیمه

د سوداګری اموالو بیمه

د هوانوردی بیمه

ګروپي بیمه

پانګه اچږنې بیمه

برقي وسایلو بیمه

د پیسو بیمه

د کارکوونکو تاوان بیمه

د سپور ت بیمه

       بیمهCPP  

 بیمهCAIR

عامه مسئوولیت بیمه

د ترانسپورت بیمه

د بی روزګاری بیمه

د تروریسم بیمه

مایکرو بیمه

د اړیکې شمیره:

  تلیفون: 0700777505, 0799020811 

ایمیل: info@ins24sadra.com

www.sadrainsurance.com :ویب سایت

آدرس:د وزیرمحمد اکبرخان اوولسم سرک، کابل- افغانستان

د کپیتال استار بیمې شرکت

کپیتال استار بیمې شرکت په هیواد کې د بیمې ضرورت یې تشخیص کړ، او یاد سکتور ته د ښه کیفیت او اعتماد وړ خدمتونو وړاندې کولو په موخه پانګه اچونه کړې دی. یاد شرکت باور لري چې د بیمې په چارو کې د اعتماد وړ، ښه خدمتونه او د پانګې اچونې هڅونه کولای شي اقتصادي ودې او په هیواد کې د ژوند کیفیت لپاره اغیزناکه واقع شي.

د افغانستان په شان هیوادونو کې د خطر کچه د ټولنې په هره برخه کې دیره ده ، نو ځکه د بیمې شرکتونو موجودیت د یاد خطرونو د کنترول لپاره ډیر اړین دی. د بیمې شرکتونو موجودیت او د بیمې آسانتیاوې کولای شي چې د بهرني پانګه اچونې توجه زمونږ کورني بازارانو ته جذب کړي. د کپیتال استار بیمې شرکت یو خصوصي شرکت دی چې د په هیواد کې د نافذه قوانینو سره په همغږۍ جوړ شوی او مختلف بیمې خدمتونه هیوادوالو ته وړاندې کوی.

د کپیتال استار بیمې شرکت لاندې خدمتونه وړاندې کوي

د هوانوردی بیمه

بیمه DBA

BBB

انجینیری بیمه

مالکیت او اور بیمه

شخصي ګروپي بیمه

صحي بیمه

مسئوولیت بیمه

د سوداګری اوالو بیمه

د موټر بیمه

د پیسی بیمه

د سفر بیمه

د کارکوونکو د تاوان بیمه

د اړیکې شمیره:

 0708252525, 0706252525 :تیلفون

ایمیل: Info@captialstarinsurance.com

www.capitalstarinsurance.com :ویب سایت

آدرس: ۱۵ سرک د وزیر اکبرخان، انگلستان سفارت ته مخامخ ، د کور نمبر483

خیرخواه نړیوال بیمې شرکت

د خیرخواه نړیوال بیمې شرکت بیمو چارو کې  یو اعتبار لرونکې شرکت دی چې د نړیوالو معیارونو مطابق سوداګری او فضایي اموالو، اتکایي او شخصي غیر عمري حادثات او د نوې میتودونو په استفادې با کیفیته خدمتونه وړاندې کوي.

یاد شرکت او ورسره تجربه لرونکي پرسونل د پیرودونکي رضایت لپاره هڅه کوي تر څو په کورني او بهرني بازارونو کې اغیزناکه او ګټور خدمتونه وړاندې کړي. د خیرخواه نړیوال شرکت په ۱۳۹۸ کال او ۱۳۵۴۳۳ شمیرې سره په ثبت مرکزي مالکیت های فکري لوی ریاست کې راجستر او د ۶۰۹۳۱ نمبر جواز یې د یاد شوې ادارې خڅه ترلاسه کړ. همدارنګه د خیرخواه نړیوال شرکت یو افغاني شرکت دی او ټول شریکان یې د افغانستان طابعت لري.

د خیرخواه نړیوال بیمې شرکت لاندې خدمتونه وړاندې کوي:

صحي بیمه

د موټر بیمه

د سفر بیمه

مالکیت بیمه

 بیمهPTP

 W.C   بیمه 

هوانوردې بیمه

د سوداګری اموالو بیمه

بیمه C.A.R

د اړیکې شمیره:

 0798-5555-83 ,  0796-5555-77 :تیلفون

info@kii.af :ایمیل

http://www.kii.af/index.php :ویب سایت 

آدرس: قلعه فتح الله دوهم سرک د توسعه دري لارې، لسمه ناحیه

د رازي بیمې شرکت (افغانستان نمایندګی)

رازي بیمې شرکت د غیر دولتي بیمې موسساتو د قانون پر بنسټ په کال ۱۳۸۰ کې د شورای اسلامی مجلس او د جمهوري اسلامي مرکزي بیمې لخوا چې ۵۱۹۴ نمبر جواز هم اخیستې د بیمې د فرهنګ د ودې، د بیمو خدمتونو د کیفیت اوچتوالې او د بیمې صنعت رقابتی فضا د پراختیا په موخه د بیمو په چارو کې لومرۍ خصوصي شرکت دی چې په کال ۱۳۸۲ او ۱۴۰۰۰۰ ملیون ریال پانګه اچونې سره فعالیت پیل ګړ، چې یاد شوې ارقام تر ۱۳۹۳ کال پورې دوه زره ملیارده ریال ته ورسید.

په ۱۳۹۲ کال کې د شریکانو ترکیب تغییر کری او په اوس وخت کې د حقیقي او حقوقي اشخاصو یوه مجموعه ده چې د رازي بیمې شرکت کې شریکان دي او فعالیت کوي. د هغه تاریخ راهیسې د رازې بیمې شرکت توانیدلې څه باندې ۴۸۰ تجربه لرونکې کسان استخدام، ۳۶ شعبات او ۱۰۵۶ عمومي نمایندګی ګانې، ۶۵۳ د عمري بیمې نمایندګې ګانې او څه باندې ۸۷۴ کمیشنکارانو سره همکاری ، خپل خدمتونه د ایران په دیرو ځایونو کې وړاندې کړې او ځان د یو اعتبار لرونکې بیمې شرکت په صفت  هیوادوالو، وزارتونو، لوی دولتي ادارې او عمومي نهادونو او خصوصي شرکتونو ته معرفي کړی. همدارنګه د رازي بیمې شرکت خپل تعهداتو د تضمین په موخه توانیدلې د (ترست) (جی آی سی) (انترنیشنینل سی سی آر الجیریا) او (فایر پول) شرکتونو له لارې توانیدلې اتکايې او مطمین پوښښ ولري. د ۱۶ کلنو راهیسې نږدی ۹ میلیونه بیمه کوونکي لري او ۶۵۰ زره حقیقي او حقوقي کسانو ته جبران خسارات ورکړل شوی.

د ۸۸ مادې پر بنسټ چې بهرني مسافر ایران ته د داخلیدو مخکې باید د بیمې قراررداد ولري او د رازی بیمې شرکت د رهبرئ هیت د تصمیم پر بنسټ فیصله وشو تر څو د افغانستان اسلامي جمهوریت د قوانینو په مراعتولو سره یاد نمایندګی تاسیس، او د افغانستان اطباعو ته خدمات وړاندې کوي.

د یاد نمایندګی کارکوونکو، تابعیت افغان دي او ټول شریکان او اصلي مدیران یې افغانان دي. یاد شرکت په ۱۳۹۵ کال کې د ۱۰۹۸۳۹ نمبر سره په مرکزي ثبت د  فکري مالکیتونو عمومي ریاست کې د راجستر او ۳۵۹۷۰ شمیرې جواز یې ترلاسه کړ.

د رازي شرکت نمایندګې په افغانستان کې لاندې خدمتونه وړاندې کوي:

د سفر بیمه

د ترانزیت بیمه

د اړیکې شمیره:

 0700020811 ,  0786906094 :تلیفون

ایمیل: Complaincerazi24@gmail.com

https://razi24.ir/?lang=en :ویب سایت

آدرس: کابل، شهرنو، ایران قونسلکری دروازی ته مخامخ

د البرز بیمې شرکت ( افغانستان کې نمایندګي)

د البرز بیمې شرکت د  با کیفیته او منل شوی بیمې خدمتونو وړاندې کول او د بیمې په بازار کې د مختلفو کړنلارو سره د پیرودونکو رضایت جذب او ۱۳۳۸ کې په خصوصي برخه کې تاسیس او په لنډ وخت کې وتوانید چې د پانګه اچوونکو اعتماد جلب کړي.

کله چې اسلامې انقلاب بریالی شو، البرز بیمې شرکت په خپل پخواني نوم فعالیت ته دوام ورکړ. همدا اوس یاد شرکت ۵۴ شعبې او څه باندې دوه زره فعال نمایندګی په ټول ایران کې لري چې بیمو چارو کې خدمتونه وړاندې کوي.

سرمایې، سرچینې، متخصص او مسلکي کارپوهان، په ارزیابي کې تیزوالې د یاد شرکت ځواکمنتیا ثابتوي،  وفاداره او پخواني پیرودونکي درلودل، په لویه کچه باندې د نړیوال بیمو سره اریکې، علمي او ځواب ویونکې مدیریت د البرز بیمې شرکت تعهد ثابتوي. یاد شرکت لومړئ ځل په ۱۳۸۸ کال کې د د دولتي شرکت په صفت بورس کې ومنل شو او د یاد شرکت شریکان د پانګې اچونکو او د بورس کارکوونکو بی ساری ښه راغلاست سره مخ شول او ۸۰ سلنه سهام یې انتقال وکړ او د دولتي شرکت څخه یو خصوصي بیمې شرکت ته تغییر وکړ.

د البرز بیمې شرکت په افغانستان کې لاندې خدمتونه وړاندې کوي:

د سفر بیمه

د ترانزیت بیمه

د اړیکې شمیره:

 0700400591,  0788007072 :تلیفون

ایمیل: Nasrfarahi12@gmail.com

http://alborzinsurance.ir/En/index.htmlویب سایت:

آدرس: کابل زنبق څلورلاری، ایران سفارت ته مخامخ، سید حبیب الله  مارکیت دوکان نمبر 20

د کوثر بیمې شرکت (افغانستان کې نمایندګي)

د کوثر بیمې شرکت، د افغانستان د قانون پر بنسټ د ثبت مالکیت های فکري عمومی ریاست د سوداګری او صنایعو وزارت څخه رسمي جواز ترلاسه کړې او د کوثر بیمې  شرکت چې ایران کې مرکز دی د بیمو په ټولو سوداګری کې لکه ، اموال، اشخاص او مسئوولیت مصروف دی. د یاد شرکت سرمایه د ۹۶ کال د سرمایې لوړیدو نه وروسته اوس مهال ۲۵۰۰ ملیارد ریال ته رسیدلط دی.

د کوثر بیمې مدیران، کارپوهان او کارکوونکي باور لري چې د بیمو په چارو کې دیر ښه او با کیفیته خدمتونه وړاندې کوي، نو ځکه یاد شرکت د بیمو په چارو کې د نوی طریقې خدمتونو وړاندې کولو سره د ژوند بیمې د پراختیا په موخه د بیمې صنعت کورنۍ سره یوځای شوی.

یاد شرکت د  متعهد او متخصص کارکوونکو څخه برخمن دې او د بیمو خدمتونو پیرودولو سره د پیرودونکو غوښتنې په لومړیتوبونو نیولی او غواړي ترڅو د با کیفیته مدیریتي کړنلارې او دیني  او مذهبي لارښونې په نظر کې نیولو سره کوښښ کوي پیرودونکو ته آسانتیاوې برابروي.

د کوثر بیمې شرکت نمایندګی په افغانستان کې لاندې خدمتونو وړاندې کوي:\

د سفر بیمه

د ترانزیت بیمه

 د اړیکې شمیره:

0749300600 ,  0704444206 :تلیفون

Sami.habibiwardak@gmail.com :ایمیل

وروستی خبرتیاوينور دلته

یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .