د تعرفې کمېټې اومه ناسته جوړه سوه
د تعرفې کمېټې ناسته د ګمرکونو او عوایدو معین ملا محمد ناصر اخند په مشرۍ د یاد معینیت د غونډو په تالار کي جوړه سوه.
په دې ناسته کي د تعرفي کمېټې غړو تر څنګ د ګمرکونو لوی رئیس مفتي عبدالمتین سعید، د مالیې وزارت مقام سلاکار خلیل صالحزاده، د ګمرکونو لوی ریاست تخنیکي او حمایوي مرستیال او یو شمېر رئیسانو ګډون کړئ وو.
له اجنډا سره سم د ګمرکونو لوی ریاست د تعرفې رئیس عبدالرحمن وقاد، د ژوندیو چرګانو، مکروني، رُب، رومي بادنجانو، سګريټو، ګرځنده مبایل، کاغذي دستمال، اوسپنیز کیبل او تیز رفتاره موټرو د وارداتي تعرفو په اړه هر اړخیز معلوماتي پریزنټیشن وړاندي کړ او د یادو اقلامو د تعرفې په اړه یې د سوداګرو، صنعتکاراتو او د اړوندو ادارو غوښتني د غونډي له ګډونوالو سره شریکي کړې.
د تعرفې کمېټې غړو د یادو اقلامو پر تعرفې هر اړخیز بحث وکړ او له کورني تولید څخه د ملاتړ، سوداګرۍ ودي او دولتي عوایدو زیاتوالي اصل ته په کتو سره یې په اړه لازمي پرېکړي وکړې.
همدا شان په دې کمېټه کي د قران کریم تلاوت د ځانګړي قلم لپاره د ملي کوډ په جوړیدو هم هوکړه وسوه.
