د تورخم په ګمرک کي د ستري اور لګېدني مخه ونیول سوه

admin_mof
دوشنبه ۱۴۰۱/۷/۴ - ۱۴:۳۰
خبر

د تورخم د ګمرک امنیتي مسؤلینو په دغه ګمرک کي د یوې ستري اورلګېدني د مخنیوي خبر ورکړ.

د دغه ګمرک د امنیتي مسؤلینو په وينا، د هوا د تودوخي له امله د ډبرو سکرو بار وړوونکي يو ټېلر ډوله موټر کي اور لګېدلی  وو، چي ښايي له امله یې د ملي سوداګرو ګڼ شمېر مالونه زیانمن سوی وای؛ خو د اور وژني ادارې او د تورخم ګمرک د امنیتي مسؤلینو د عندالموقع اقدام له امله د دغي ستري اور لګیدني مخه په پشپړ ډول ونیول سوه.

خبر

د يادوني وړ ده، چي دوه کاله وړاندي هم د هيواد په يو شمېر ګمرکونو او د کابل په ارغندي سیمه کي د ورته ناببرو پېښو له امله د سوداګريزو مالونو او تېلو په بار وړونکو موټرو کي اورلګېدنه رامنځته سوې وه، چي ملي سوداګرو ته يې ګڼ زيانونه اړولي وو.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۳۱
Background image

د حمایوي، تدارکاتي، خدماتي او مالي او اداري پروسو د ساده کولو په موخه ناسته وسوه

د غویي۳مه۱۴۰۵ هـ.ل
د حمایوي، تدارکاتي، خدماتي او مالي او اداري پروسو د ساده کولو په موخه، د چارو ادارې، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې او د مالیې وزارت د استازو په ګډون د دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۵
Background image

د امارتي املاکو لوی ریاست پلاوي لغمان او ننګرهار ولایتونو ته سفر وکړ

د غویي۳مه۱۴۰۵ هـ.ل
د مالیې وزارت د امارتي املاکو د لوی رئیس الحاج حافظ عبدالقدیر حقاني په مشرۍ د دغه ریاست تخنیکي او مسلکي پلاوي لغمان او ننګرهار ولایتونو ته رسمي سفر وکړ. 
دغه پلاوي د. . .

BACK TO NEWS