د خوست او ابو نصر فراهي په ګمرکونو کي د (۲۶.۵) میلیونه افغانیو په ارزښت رغنیزي پروژې پیل سوې

د ګمرکونو لوی ریاست د خوست او ابو نصر فراهي ګمرکونو له پاره د (۲۶.۵) میلیونه افغانیو په ارزښت د لیلیې د نویو ودانیو جوړولو پروژې پیل کړې، چي په جوړېدو سره به ئې د یادو ګمرکونو د کارکوونکو او د سوداګریزو محمولو د موټر چلوونکو شته ستونزي حل سي.
د دغو پروژو په پرانيست غونډه کي له پلازمېني کابل څخه تللي پلاوي، د یادو ګمرکونو مسؤلینو او د سیمه يیزو ادارو یو شمېر مسؤلینو ګډون کړی وو.
د یادوني وړ ده، چي د یادو پروژو بودیجه د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کیږي، چي چاري به ئې تر راتلونکو (۱۴) میاشتو پوري بشپړي سي.