د دوست هیواد ترکیې سفیر د مالیې له وزیر سره د اړیکو پر لاټینګېدو خبري وکړې

admin_mof
یکشنبه ۱۴۰۰/۹/۷ - ۹:۱۲
خبر

د مالیې وزیر الحاج ملا هدایت الله بدرۍ نن د افغانستان لپاره د دوست هیواد ترکیې له سفیر جهاد ارګین ای، او مل پلاوي سره د وکتل.

په دې کتنه کي چي د مالیې وزارت یو شمېر رئیسانو او مسؤلینو هم ګډون کړی وو، دواړو لوریو له افغانستان سره د ترکیې هیواد پر مخکنیو مرستو، په نوي نظام کي د پوهني، سوداګرۍ او رغنیزو چارو په برخه کي د مرستو پر دوام، سوداګرۍ پیاوړې کېدو، د افغان کادرونو په روزلو، بشري مرستو په ترسره کېدو، افغانستان کي پر پراخي پانګوني، پراختیایي پروژو پلي کولو او یو شمېر نورو ورته مسایلو په تړاو خبري وکړې.د ترکیې هیواد سفیر جهاد ارګین ای وویل، چي ترکیه له افغانستان سره پخوانۍ او نه پرېکېدونکي اړیکي لري او ترکان افغانانو ته د وروڼو په سترګه ګوري. نوموړي زیاته کړه، چي ترکیه یوازینی هیواد دی چي د تحول په موده کي د افغانستان ترڅنګ ودرېدی، خپل فعالیتونه یې روان وساتل او د دې هیواد له لوري روانې پراختیایي او نوري پروژې هم پرمخ بیایي.

خبر

د مالیې وزارت سرپرست د ترکیې هیواد سفیر او خلکو له مرستو او اړیکو ساتلو څخه د منني ترڅنګ وویل، چي ترکیه په اسلامي هیوادونو کي هغه هيواد دئ چي زموږ سره ډېر زیات مشترکات لري او افغانستان به له دې هیواد سره خپلي ټولي اړیکې پیاوړي او تل پاتي وساتي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۹:۵۰
Background image

د ګمرکونو له مسئولینو سره انلاین ناسته وشوه

د تلې لومړۍ،۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزیر حاجي ملا محمد ناصر اخوند په مشرۍ او د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج ملا نعمت الله حسن، د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد او د وزارت د یو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۳۵
Background image

د عوایدو عمومي ریاست د رهبرۍ دوولسمه ناسته وشوه

د وږې۲۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو عمومي رئیس الحاج مولوي سفرمحمد سحر په مشرۍ، د عوایدو عمومي ریاست د (۱۴۰۵) هـ.ل کال د رهبرۍ دوولسمه ناسته د عوایدو او ګمرکونو معینیت د غونډو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۳۰
Background image

د تخار ولایت په آی خانم ګمرک کې د لمریزې برېښنا سیسټم د نصب چارې پیل شوې

د وږې۲۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د تخار ولایت په آی خانم ګمرک کې د شاوخوا (۴،۸) میلیونه افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم د نصب چارې پیل شوې.
تر دې. . .

BACK TO NEWS