د دولتي تصدیو، بېموي چارو، پروسو ساده کولو او د ګمارنې په برخو کې د مالیې وزارت اصلاحات، کړنې او لاسته راوړنې د مطبوعاتي کنفرانس له لارې له رسنیو سره شریکې شوې
د مالیې وزارت اداري مرستیال ښاغلي عبدالحبیب ځدراڼ، د لړم میاشتې په ۳۰ مه نېټه د دولتي تصدیو، بېموي چارو، پروسو ساده کولو، تقاعد، د ازادې سیالۍ له لارې ګمارنې او داسي نورو برخو کې د مالیې وزارت اصلاحات، کړنې او لاسته راوړنې د مطبوعاتي کنفرانس له لارې له رسنیو د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې شریکې کړې.
په دې کنفرانس کې چې د مالیې وزارت یو شمېر رئیسانو او کارکوونکو ګډون کړی وو، د مالیې وزارت اداري مرستیال، رسنیو ته د د دولتي شرکتونو نوي قانون، د دولتي شرکتونو د څارنې او ګمارنې پلاوي، د دې وزارت د مرکزي او ولایتي واحدونو لپاره د تاسیسات جوړولو په ځانګړې توګه د ګمرکونو لپاره د مالیې وزارت او پلازمېنې پراختیا خپلواکې ادارې ترمنځ د همکاریو هوکړه لیک لاسلیکولو، د تقاعد خزانې په برخه کې د اصلاحاتو، د متقاعدینو بیاځلې بایومیټریک پیلېدو، د تقاعد خزانې صندوق جوړولو، بېموي اصلاحاتو، د دولت په لګښتونو کې د سپما، د مالیې وزارت پراختیایي بودیجې د لګښت، خدمتونو وړاندي کولو، د ازادې سیالۍ او اداري اصلاحاتو خپلواک کمېسیون له لارې د عوایدي سرچینو د مسؤلینو او کارکوونکو د ګمارنې، له ادارې فساد سره د مبارزې، په عوایدي سرچینو کې په پرمختللې ټکنالوژۍ سمبال وسایلو نصبولو، د دولت عوایدو ته د دولتي داغمه فلزاتو د پلور له لارې له ۲۳۵ میلیونه زیاتو افغانیو عوایدو راټولېدو، او نورو اړینو برخو په تړاو معلومات وړاندي کړل، د اریانا افغان په هوایي شرکت کې د اصلاحاتو او نورو اړینو پرخو په تړاو معلومات وړاندي کړل.
د مالیې وزارت اداري مرستیال وویل: د مالیې وزارت رهبري د دې وزارت په ټولو کلیدي برخو کې د اصلاحاتو پلي کیدو او اداري فساد سره مبارزې ته ژمن دی، روان مالي کال کې د ګمارنې په پروسې، تصدیو او دولتي شرکتونو، بیموي چارو، د پروسو ساده کولو او نورو مهمو برخو کې زیات اصلاحات پلي کړي دي، ټاکل شوې ده د روان مالي کال په پآی کې دولتي تصدۍ د دولت لپاره د عوایدي سرچېنې د بدلېدو په موخه دولتي شرکتونو ته د حقوقي شخصیت بدلون ورکړي.
نوموړي زیاته کړه: اصلاحات یوه تدریجي پروسه ده او موږ به خپلو ستراتیژیکو موخو ته تر رسیدو پورې دوام ورکړو، په روان کال کې د لومړي ځل لپاره د مستوفیت ۱۵ لوړ بستونه د ازادې سیالۍ له لارې، له ۲۰۰ څخه زیات نور بستونه د ازادې سیالې له لارې، د عدلي او قضایې ارګانونو ته د نسبتي دوسیو د حل او فصل په موخه په مرکز او ولایتونو کې د ۴۱ هغو کارکوونکو پیژندنه چې په فساد، تذویر او رشوت متهم وو، د ۴۸ دولتي شرکتونو د اساسنامو تدوین، په مستوفیتونو کې د سیګتاس سیستم فعالول، د تکافل قانون طرح او تدوین او د لا زیاتې روڼتیا لپاره د متقاعدینو د باییومتریک پروسې بیا پیل تر سره شوي دي.
د مالیې وزارت اداري معین وویل چې موږ په یادو اصلاحاتو بسنه نه کو، هڅه مو داده چې په راتلوونکو کلونو کې لا زیات اصلاحات پلي کړو.
د تقاعد خزینې لوی رئیس ښاغلي عمر درواني او د بیموي چارو لوی رئیس ښاغلي محمد موسی کاموي په اړوندو ادارو کې د اصلاحاتو پلي کیدو، فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې.
د کنفرانس په پای کې د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول.
